د لاس رسي وړ اتصالات

د موګادیشو پر هوټل برید کې ۱۳ تنه وژل شوي


د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې پر یو هوټل د جهادي وسله والو په برید کې چې څو ساعته یې دوام درلود، د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د سومالیا یو امنیتي قومندان محمد عبدالقادر فرانس پرس اژانس ته وویل، "موږ د پنځو نورو قربانیانو د وژل کیدو په اړه معلومات ترلاسه کړي او دا د ترهګرو لخوا د وژل شویو ملکي وګړو مجموعي شمیره ۱۳ تنو ته لوړوي."

د پولیسو یو منصبدار ابراهیم دویل هم د لسو څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې د حیات هوټل د محاصرې له ختمیدو وروسته به پولیس تازه معلومات خپاره کړي.

هغه وویل چې د جمعې په ماښام د الشباب جنګیالیو لخوا پر هوټل باندې وسله وال برید پر ترڅ کې ډیر ملکي وګړي چې په هوټل کې وو ژغورل شوي دي.

ابراهیم دویل فرانس پرس ته وویل چې کیدای شي امنیتي ځواکونه هره شیبه د محاصره پای اعلان کړي، "د ژغورنې ماموریت د پیچلتیا له امله ډیر وخت نیسي."

د موګادیشو د مرکزي روغتون رئیس ډاکټر محمد عبدالرحمن جاما ویلي، دغه روغتون اوسمهال د ۴۰ تنو درملنه کوي چې پر هوټل باندې په برید کې او همداشان په پلازمینه موګادیشو کې د هاوان په یوه جلا برید کې ټپیان شوي دي.

د سایټ استخباراتي ډله چې د جهادي ډلو اعلامیې څاري وایي د القاعده شبکې اړوند د الشباب ډلې د برید مسولیت منلی دی.

الشباب د سومالیا د حکومت د پرځولو لپاره د شاوخوا لسو کلونو راهیسې جګړه کوي او غواړي د خپل تعبیر په اساس په اسلامي شریعت ولاړ نظام رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG