د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بریتانیا د ملکې په ویر کې ملي ماتم اعلان کړی


پاکستان د بریتانیا د ملکې الیزابت دوهمې مړینې ته د درناوي لپاره نن دوشنبه سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۱) په هیواد کې ملي ماتم اعلان کړ.

د پاکستان د صدر اعظم شهباز شریف دفتر ويلي چې د سپټمبر دولسمه به په ټولو ادارو کې د دغه هيواد بيرغ نيم ځوړند وي.

په بریتانیا کې د پاکستان عالي کمیشنرۍ هم د دغه خبر په تاٸيد سره پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي: "پاکستان د بریتانيا دوهمې ملکې الیزابيت د مړينې په اړه د بریتانیا د حکومت او خلکو سره غم شريکي لپاره د سپټمبر ١٢مه د ملي ماتم ورځ په توګه نمانځي. د ورځې په اوږدو کې به د پاکستان بيرغ په ټول هيواد کې نيم ځوړند وي".

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یو ټویټ کې لیکلي چې د پاکستان د خلکو او حکومت په استازیتوب چارلز دریم ته د پادشاهۍ مبارکي وایي او په چارو کې ورته بریا غواړي.

ملکه الیزابت د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر پر اتمه د ٩٦ کلونو په عمر مړه شوه. هغې ۷۰ کاله پادشاهي وکړه. د نوموړې زوی چارلز درېیم، د سپتمبر په لسمه په رسمي توګه د هغې ځای ناستی وټاکل شو.

پداسې حال کې چې د نړۍ اکثریت هیوادونو د ملکې د مړینې په وجه د بریتانیا خلکو او حکومت ته تسلیت ویلی د رپوټونو له مخې پاکستان لومړنی اسلامي هیواد دی چې د بریتانیا د ملکې د مړینې په وجه ملي ماتم اعلانوي.

په بریتانیا کې ملي ماتم د ملکې د مړینې په ورځ پیل او دهغې تر خښولو پورې دوام کوي.


پاکستان د ۱۹۴٧ کال په اګست میاشت کې له برتانیې څخه خپله ازادي ترلاسه کړه.

XS
SM
MD
LG