د لاس رسي وړ اتصالات

بولټن: نړۍ باید افغانستان ته د نړیوالو ترهګرو په زیاتیدونکي ورتګ اندیښنه ولري


د امریکا د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار جان بولټن
د امریکا د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار جان بولټن

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار جان بولټن وایي ټوله نړۍ باید واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، په زیاتیدونکي دول افغانستان ته د بهرنیو ترهګرو په ورتګ اندیښنه ولري.

ښاغلي بولټن امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي د متحدو ایالتونو له خوا دا استخباراتي وړاندوینې شته چې هم داعش او هم القاعده په افغانستان کې د خپلو ډلو د بیا تشکیل په حال کې دي.

دغه جګپوړي پخواني امریکایي چارواکي زیاته کړه:" طالبانو یووار بیا ثابته کړه چې د هغوی خبره د هغه کاغذ ارزښت چې پر مخ یې چاپ کیږي،‌نلري.هغوی واقعا د نړۍ په کچه خطر رامنځ ته کړی دی، نه یوازې په افغانستان کې ځپل چې واقعا یې کوي، بلکې سیمې او نړۍ ته تهدید."

دغه جګپوړي پخواني امریکایي چارواکي وویل طالبانو له متحدو ایالتونو سره د دوحې په توافق کې ژمنه کړې وه چې له ترهګرو به جلا کیږي او اجازه به نه ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خونډي پټنځای بدل شي، خو هغوی په دې تعهداتو عمل نه کوي او دا دقیقا هغه څه چې اوس پيښیږي.

بولټن په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې طالب مشرانو په وار وار ویلي هغوی به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې کار واخلي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د جولای په شپږمه وویل چې حکومت یې د متحده ایالاتو او نړۍ سره د "ښو او پیاوړو" اړیکو غوښتونکی دی.

ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته کوم ګواښ متوجه نشي او له هغوی یې هم وغوښتل چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونکړي.

د طالبانو مشر وویل: "موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د نومبر ۱۷ د امریکا کانګرس ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي چې «اسلامي امارت» د یو خپلواک هیواد په توګه د افغانستان چارې په لاس کې اخیستي او د یو مسئول دولت په توګه د امریکا د حکومت په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره مثبتو اړیکو ته لیواله دی.

په لیک ویل شوي وو چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین شوی، فساد له منځه وړل شوی او سیمي او نړۍ ته د افغانستان له خاوري هیڅ ډول تهدید نشته او د مثبتې همکارۍ زمینه مساعده شوې ده.

خو جان بولټن د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو په اړه وویل د طالبانو د رهبر په کور کې د الظواهري وژنه د القاعده او طالبانو ترمنځ د نږدې اړیکو ښکارندویي کوي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار جان زیاته کړه، طالبانو د دوحې په تړون کې له امریکا سره خپلې ژمنې عملي کړي ندي.

هغه وویل طالبانو په دې توافق کې ژمنه کړې وه چې بشري حقونو، ‌د میرمنو حقونو او د نجونو زده کړو ته به درناوی کوي خو اوس داسې ښکاري چې هغوی به هیڅ وخت له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیزي.

خو طالبان وایي په افغانستان کې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته ژمن دي، ښځو او نجونو ته به د اسلامي‌ شریعت پر اساس حقونه ورکړي او اوسمهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو د مکاتبو د خلاصیدو په طرحه کار کوي.

ښاغلي بولټن همدارنګه وویل هیله من دی چې د ملي مقاومت جبهه په افغانستان کې پراخ حضور پیدا کړي څو طالبان وننګوي.

د هغه په وینا، طالبان پر افغانستان په خپل یو کلنه واکمني کې حتی د ۱۹۹۰ لسیزې په اندازه هم ندي توانیدلي چې ځانونه مستحکم کړي.

بولټن زیاته کړه:" دا ځل ورته سخته ده. زما په آند د افغانستان خلکو په تیرو شلو کلونو کې متفاوتې تجرې درلودلې دي. فکر کوم هغوی د خپلو آزادیو د بیا اخیستلو لپاره په خپلو هڅو کې ډیر قوي دي."

XS
SM
MD
LG