د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې خلک له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه څه وايي؟ 


له افغانستان څخه د تخلیې ماموریت

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو څخه یو کال پوره کېږي خو لا هم د دغې مسئلې په اړه نظرونه او ارزونې متفاوت دي چې تر ډېره ګوندي او حزبي رېښې لري.

له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د تخلیې په ماموریت کې شاوخوا ۱۲۰زره کسان واېستل شول.

د دغه ماموریت منتقدین وايي چې دا ماموریت د یو ناسم پلان په اساس ترسره شو او د دوی په باور دا یې وښوده چې امریکا د ضرورت په وخت کې د خپلو شریکانو ترڅنګ درېدو ته مایلان نلري او همدغه راز په منځني ختیځ کې د امریکا د عدم تعهد ښکارندوی دی.

خو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلویان وايي چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې وخت رسېدلی و او هلته نور پاتې کېدل د ځواکونو ژوند له خطر سره مخامخ کاوه.

دوی وايي وخت یې و چې افغانان د خپل هېواد او د امنیت مسئولیت په غاړه واخلي او امریکا د چین، روسیې او اقلیم بدلون سره د مبارزې او نورو تهدیدونو ته وزګاره شي.

خو حقیقت دا دی چې د افغانستان حکومت د طالبانو په لاس نسکور کړل شو، سلګونه هغه افغانان د غچ اخیستلو له ګواښ سره مخامخ دي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکا او متحدینو سره یې همکاري کړې وه او همدغه راز د القاعده ډلې مشر په کابل کې پناه ځای ومونده.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په اېستلو سره په کور دننه د امریکا د ولسمشر جوبایډن او په نړۍ کې د متحدو ایالتونو د محبوبیت کچه راټېټه شوه د امریکا د رهبرۍ په اړه د خلکو درک هم زیانمن شو.

له افغانستان څخه له وتلو یو کال وروسته او د امریکا د منځمهالو ټاکنو په را رسېدو سره سپینه ماڼۍ او په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند استازي په دې اړه متفاوت نظرونه لري.

د ولسمشر جوبایډن حکومت

د امریکا ولسمشر جوبایډن اداره وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو تړون ورته د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ څخه په میراث پاتې و. دوی وايي چې د قطر تړون د ښاغلي ټرمپ په وخت کې له طالبانو سره لاسلیک شو چې په اساس یې امریکايی ځواکونه باید د ۲۰۲۱ تر اګست مخکې له افغانستان څخه وتلي وای.

د سپینې ماڼۍ یو ویاند وویل چې واک ته د ښاغلي بایډن له رسېدو ورسته هغه دوه انتخابونه لرل: یو د افغانستان د جګړې غځول وو او بل په افغانستان کې د امریکا د تاریخي اوږدې جګړې ختمول وو.

د سپینې ماڼۍ دغه ویاند وايي چې په اول انتخاب کې د امریکايي ځواکونو ژوند له ګواښ سره مخامخ کېده او په همدې اساس ولسمشر بایډن یو سخت انتخاب وکړ او دا اوږده جګړه، چې په تېرو دوو لسیزو کې دوه تریلیون ډالر پرې لګېدلي وو ختمه کړه، چې دمتحدو ایالتونو ځواکونو په نویو رادبره کېدونکو ګواښونو باندې تمرکز وکړي.

د سپینې ماڼۍ دغه مقام وویل: «موږ د سولې داسې تړون په میراث واخیست چې طالبانو په کې ډېر قدرت ترلاسه کړ او په حکومت کې یې زموږ افغان متحدین کمزوري کړل.»

د سپینې ماڼۍ دغه مقام ویلي دي چې د تړون په اساس د امریکا د مخکني حکومت مقاماتو ژمنه کړې وه چې له کوم واضح پلان پرته خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ښاغلي بایډن په وار وار له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو ننګه کړې ده او ویلي دي چې امریکا په هغه هېواد کې خپل هدف ته، چې د القاعده د پروګرامونو او په امریکا باندې د بریدونو مخنیوی و، رسېدلی دی.

ښاغلي بایډن ویلي دي چې په افغانستان کې نامحدوده جګړه د امریکا په ملي ګټه نه ده خو په بدل کې یې متحدو ایالتونو د تروریزم د تهدید د څارلو او د اړتیا په وخت کې د دغه تهدید د ختمولو ظرفیت رامنځ ته کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو اېستل او د تخلیې نظامي‌ ماموریت د امریکا په تاریخ کې د تخلیې تر ټولو لوی هوايي ماموریت او تر ډېره بریالی بولي.

سپینې ماڼۍ د اګست په ۱۴مه نېټه د استخباراتي ادارو د راپور خلاصه خپره کړې چې په کې ویل شوي دي القاعده بیا فعاله شوې نه ده او له افغانستان څخه په امریکا باندې د بریدونو توان نلري.

په راپور کې په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري وژلو ته اشاره شوې ده او ویل شوي دي چې دې کار وښوده امریکا کولای شي په افغانستان کې تروریستي ګواښونه په نښه او ختم کړي.

جمهوریت غوښتونکي څه وايي؟

د امریکا د استازو په خونه کې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې جمهوریت غوښتونکو تېره اوونۍ یو راپور خپور کړ چې کې له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت باندې کلک انتقاد شوی دی. په راپور کې ویل شوي دي چې دا عملیات ډېر کمزوری پلان شوي شوي او عملي شوي دي.

راپور وايي د کمزوري پلان په اساس ډېر هغه کسان چې باید له افغانستان څخه ایستل شوي وای ونه توانېدل هوايی میدان ته داخل شي او په افغانستان کې پاتې شول.

په راپور کې ویل شوي دي چې بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو هغه کسان اېستلي چې غوښتل یې ویې باسي او د افغانستان د مخکني حکومت د کمانډو ځیني غړي چې ونه توانیدل ووځي، ایران ته تللي او که ونیول شي، ممکن امریکا ته ګواښ وي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د بایډن دا اطمینان چې القاعده نشي کولای بیا رادبره شي، یوه ښکاره تېروتنه وه ځکه چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې مېشت شوی و.

نور څه وايي؟

له افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت په مهال د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال فرانګ مککنزي ویلي دي له دې کبله ډېر «متاسف» دی چې خپل افغان همکاران یې ونشو اېستلای.

هغه ویلي دي: «زه په دې باور یم موږ ټول هغه امریکایان چې غوښتل یې ووځي، راواېستل. که څوک پاتې شول، د پاتې کېدو دلیل به یې وي.»

نوموړي وویل چې لویه اندېښنه یې دا ده چې القاعده، داعش او نورې ترهګرې ډلې به په افغانستان کې له پناه ځایونو څخه استفاده کوي.

نوموړي وویل چې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل دا ښکاره کړل چې امریکا کولای شي تهدیدونه په نښه کړي او ویې څاري، خو په خبره یې دا کار به ډېر نادر وي.

دغه متقاعد جنرال وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو د پناه ځایونو لپاره هلې ځلې روانې دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني سفیر راین کراکر وویل: چې هغه او نورو « په هماغه لومړي سر کې دا خبرداری ورکړی و که طالبان واک ته ورسېدل، القاعده به له ځان سره راوړي». د طالبانو له ژمنو سره سره هغوی القاعده ته پناه ورکړه.

جنرال مککنزي او سفیر کراکر وايي چې د ښځو د حقونو ته نه درناوی، ډېره لوږه او نور مشکلات چې د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې پیدا شوي، له وړاندې یې په اړه ویل شوي وو.

اړوند

XS
SM
MD
LG