د لاس رسي وړ اتصالات

د پخوانۍ ملي اردو یو سرتیری څنګه په نشه یي توکیو اخته شو؟


د پخوانۍ ملي اردو یو سرتیری څنګه په نشه یي توکیو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

د تیر نظام د ملي اردو یو پخوانی سرتیری چې اوس په نشه يي موادو اخته دی او غواړي چې په جلال اباد ښار کې یې درملنه وشي وايي، چې د بې کارۍ له امله په نشه يي موادو اخته شوی دی. 

د تیر نظام د ملي اردو یو پخوانی سرتیری چې اوس په نشه يي موادو اخته دی او غواړي چې په جلال اباد ښار کې یې درملنه وشي وايي، چې د بې کارۍ له امله په نشه يي موادو اخته شوی دی.

د پخوانۍ ملي اردو دا سرتیری چې سادات نومیږي اوس د ننګرهار د معتادینو په روغتون کې بستر دی.

سادات د دریو اولادونو پلار دی او په تېر جمهوري نظام کې په سیلاب قول اردو کې یې دنده درلوده. ده په لومړي سر کې چرس څکل خو کله چې نظام ړنګ شو، وايي، د بې روزګارۍ په وجه په نورو نشو هم اخته شو.

هغه وویل: "په تېر حکومت کې صاحب منصب ومه، خو بدبختانه کله چې هغه حکومت ختم شو، بس زه هم دلته بستر شوم. اوس همدا تصمیم باندې راغلی یم چې له دې نشې نه خلاص کړم."

سادت وایې دی له نشه يې توکو له کارونې زړه توری شوی او په خبره یې نشه يي توکي کارول د انسان ټول وجود له منځه وړي، نو ځکه خو پکار ده هر څوک ترې ځان وساتي.

سادات وايي، هڅه يې دا ده، چې له دې روغتونه بیخي روغ خپلې کورنۍ ته وګرځي تر څو يې په کورنۍ کې بایللی باور بیا تر لاسه شي.

سادات وویل:"نشې خو زما اعتماد له منځه وړی وو، نه خپل را باندې اعتماد کوه او نه زما فامیل، نو په همدې خاطر هم دلته راغلی یم، تر څو اول زما فامیل په ما اعتماد پېدا کړي او بیا مې خپلوان، چې مقصد ما دا نشه يې پریښې ده نشه نه کوم."

هغه له خپل پلار نه خوښ دی، چې د ننګرهار د معتادینو په روغتون کې يې د درملنې په موخه بستر کړی دی.

XS
SM
MD
LG