د لاس رسي وړ اتصالات

له امریکا وروسته بریتانیا هم د ایران په «اخلاقي پولیسو» بندیزونه ولګول 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه اکتوبر لسمه (تله ۱۸) د ایران په اخلاقي پولیسو باندې د نویو بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.

تېره میاشت د دغو پولیسو په توقیف کې یوه ایرانۍ مهسا امیني د «ټکري نه په سر کولو» له کبله مړه شوه چې له هغې را وروسته په ایران کې لویې مظاهرې پیل شوي‌ دي.

بریتانوي چارواکي وايي چې په دغو بندیزونو کې د ایران د اخلاقي پولیسو مشر محمد رستمي چشمه کچي او «نور ټول اخلاقي‌ پولیس» شامل دي. همدغه راز د تهران د څانګې مشر یې حاجي‌احمد میرزايي هم په دغه لست کې شامل دی. د امریکا متحدو ایالتونو د بندیزونو په لست کې هم دا دواړه شامل دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي‌ ویلي دي چې د بندیزونو په لست کې شامل یو کس هم بریتانیا ته نشي‌ داخلېدای اوهلته به یې ټولې شتمنۍ ګنګل شي. معلومه نه ده چې هغوی بریتانیا کې شتمنۍ لري که نه.

ښاغلي کلیورلي په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «بریتانیا د ایران د خلکو، چې له خپل حکومت څخه حساب او خپلو اساسي بشري حقونو ته درناوی غواړي، تر څنګ ولاړه ده.»

نوموړي‌ همدغه راز ویلي دي: «بندیزونه ایراني مقاماتو ته ښکاره پیغام انتقالوي--- موږ به مو ستاسو د ښځو او لورګانو د ځپلو او د خپلو خلکو په ضد د زور زیاتي د کارولو له کبله رانیسو.»

بریتانیا همدغه راز د مظاهره کوونکو په ضد د تشدد له کبله د ایران پنځه امنیتي چارواکي هم د بندیزونو په لست کې شامل کړي‌ دي.

تر بریتانیا مخکې امریکا هم د ایران په اخلاقي پولیسو او ځینو نورو اړوندو چارواکو له دې کبله بندیزونه لګولي وو.

کاناډا تېره اونۍ د ایران په ۱۰۰۰۰ مقاماتو باندې هغه هېواد ته د داخلېدو دایمي بندیز اعلان کړ. اروپايي ټولنه وايي چې د بندیزونو په اړه غور کوي.

تېره میاشت د ایران اخلاقي پولیسو مهسا امیني له دې کبله ونیوله چې ګنې ټکری یې په سر نه دی، هغه له توقیف وروسته په روغتون کې مړه شوه او له مرګ وروسته یې په ایران او د ایران څخه د باندې د حکومت په ضد لویې مظاهرې روانې دي.

د راپورونو په اساس تر دې دمه په دغو مظاهرو کې شاوخوا۱۰۰ تنه وژل شوي‌ دي. ایراني چارواکي‌ وايي چې بهرني ځواکونه د دغو مظاهرو ننګه کوي او ګواښ یې کړی دی چې د مظاهره کوونکو مخ به نیسي.

XS
SM
MD
LG