د لاس رسي وړ اتصالات

د اعتراضونو د ملاتړ په وجه د علي دایي نه اخیستل شوی پاسپورت 'بیرته ورکړل شوی'


د ایران سیمه ییزو رسنیو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) ویلي وو چې ایراني مقاماتو د فوټبال د پخواني ستوري علي دایي پاسپورټ وروسته له هغې ضبط کړ چې هغه د مهسا امیني د مړینې په اړه د اعتراضونو په "ځپلو" نیوکه وکړه. خو د ایران د ایسنا خبري اژانس د تازه رپوټ له مخې علي دایي ته پاسپورت بیرته ورکړل شوی دی.

د ایران د ایسنا دولتي خبري اژانس په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې: «د هیواد څخه د علي دایي او همایدن شجریان په څیر ورزشي او فرهنګي څیرو د وتلو ستونزه حل شوې او پارسپورتونه يې بیرته ورکړل شوي دي.»

په ایران کې د سپټمبر په ۱۶مه د ۲۲ کلنې کردۍ مهسا امیني د مړینې د خبر د اعلان په غبرګون کې چې په تهران کې ددې هیواد د اخلاقي پولیسو له خوا د «حجاب نه لرلو» په تور توقیف او بیا درې ورځې وروسته مړه شوه د څلور اونیو راهیسې پراخ اعتراضونه روان دي.

علي دایي د سپتمبر په ۲۷ مه نېټه د ایران پر حکومت غږ وکړ چې «د جبر، تاوتریخوالی او نیونې پر ځای د ایران د خلکو ستونزې حل کړئ».

د ایران اصلاح غوښتونکو ورځپاڼی هم میهن راپور ورکړی و چې: "د علي دایي د پاسپورټ ضبط د هغه څه له امله دی چې هغه په انسټاګرام کې د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې لیکلي دي."

د فوټبال پخواني مهاجم علي دایي چې په "شهریار" یعنی پاچا باندې مشهور دی د ۲۰۲۱ کال تر سپتمبر پورې یې په نړیوالو لوبو کې د ۱۰۹ ګولونو په وهلو سره نړیوال ریکارډ ټینګ کړی و، چې بیا د پرتګال او نړۍ مشهور مهاجم کریستیانو رونالډو د هغه ریکارډ مات او خپل کړ.

۵۲ کلن دایي د ایران یو له لومړنیو لوبغاړو څخه و چې په اروپایی لیګ کې یې سیالۍ وکړې. هغه د جرمني په بنډیس لیګا کې لوبې وکړې، لومړی د ارمینیا بیلفیلډ په ټیم کې او بیا د بایرن مونشن او وروسته د جرمني په بل الف ټیم هیرتا برلین کې ولوبید.

د هیرتا برلین د فوټبال لوبډلې د یکشنبې په ورځ ټویټ وکړ چې "په ایران کې د اوسني وضعیت په لیدو خپه شوي یو. زموږ پخواني لوبغاړي علي دايي ته نور اجازه نه ورکول کیږي چې له هیواده ووځي ځکه چې هغه د ښځو د حقونو د دفاع لپاره راپورته شوی دی."

پرون د يکشنبې په ورځ اکتوبر نهمه د ورزشي وېبپاڼې ورزش۳، د خبر په غبرګون کې د علي دایي ورور محمد وويل: «علي خپل ټول ژوند د ايران د بيرغ د لوړولو لپاره تېر کړ، له هېواد او خلکو سره مينه لري او تل رښتيا وايي. هغه څه چې د علي سره شوي د افسوس وړ دي."

یو شمیر ایراني ورزشکاران او لوبغاړو او فلم جوړونکي هم د مظاهر کوونکو تر شا دریدلي دي او له چارواکو یې غوښتي چې د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي.

د پنجشنبې په ورځ، ځایي رسنیو راپور ورکړ چې د جرمني د بایرن مونشن د لوبډلې لوبغاړی علي کریمي د لاریونونو څخه د ملاتړ له امله د محاکمې سره مخامخ دی.

د ایران د کارګرانو خبري اژانس (ILNA) د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې مقاماتو د سندرغاړي همایون شجریان او د هغه د میرمن سحر دولتشاهي او همدارنګه د فلم جوړونکي مهران مديري پاسپورټونه هم ضبط کړي دي.

د سپټمبر په ۳۰ مه ایراني چارواکو د فوټبال پخوانی لوبغاړی حسین مهینی د لاریونونو د ملاتړ په تور نیولی و او هغه یې د "فساد په هڅولو" تورن کړی. د راپورونو له مخې نوموړی تېره اونۍ په ضمانت خوشې شوی دی.

XS
SM
MD
LG