د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د بشري حقونو څار ادارې باید زموږ له همکارۍ ناوړه استفاده ونکړي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلو په اړه د ملګرو ملتونو لخوا ګمارل شوو ادارو څخه غوښتي چې د دوی له همکارۍ څخه ناوړه استفاده ونکړي.

یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو حکومت یادو ادارو ته په افغانستان کې د "بې پرې څېړنو" په اړه اړينې اسانتياوې برابرې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "د همکارۍ د دغې روحيې او مساعد کاري چاپيريال له موجوديت سره سره که بيا هم ځينې اشخاص د واقعيت موندنې د قانوني او علمي طريقو پر خلاف د اوازو او مجازي سرچينو (ټولنيزو رسنيو او بريښنايي ادرسونو) پر بنسټ راپورونه جوړوي او د حاکم نظام پرضد یې کاروي، دوی نه يوازې پر خپلو راپورونو د خلکو باور له منځه وړي، بلکې د خپلو اړوندو ادارو بې‌پرېتوب او باوريتوب هم تر پوښتنې لاندې راولي.‌"

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د کوم ځانګړي شخص له نوم یادولو پرته ویلي چې هیوادونه او سازمانونه باید دا ډول اشخاصو ته اجازه ورنکړي چې د ادارو او هیوادونو له نوم څخه په «ناوړه استفادې» «شخصي عقدې او سیاسي جنډاوې» مخته یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي له افغانانو څخه وغوښتل چې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې د هغه دفتر ته وسپاري.

ریچارد بنیت د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې افغانستان ته د خپل سفر په اوږدو کې یې د څو ولایتونو د بېلابېلو ټولنو د ښځو او مدني ټولنو له استازو سره کتلي دي.

هغه په ځانګړي ډول ویلي و چې د پنجشېر ولایت استازو نوموړي ته په دغه ولایت کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د ملکي وګړو ځپلو او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه شکایت کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د بشري حقونو اړوند شکایتونو ثبتولو لپاره پر خپل تویټر پاڼه لیکلي و: "د افغانانو له ټولو ټولنو څخه غواړم چې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې زما دفتر ته واستوي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی د بشري حقونو د نقض مخنیوي او مسؤلینو د ځواب ویلو غوښتنه کړې وه.

که څه هم د څه باندې یو کال په تېرېدو سره د بشري حقونو اړوندو ادارو په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنې ښودلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پخپلې اعلامیې کې ادعا کړې چې د تیر یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کې مثبت بدلون راغلی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د نجونو او ښځو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي او روان اقتصادي وضعیت یې پر ژوند منفي اغېز کړی دی.

د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو شمېر ادارو تر دې مخکې د خپلو سرچینو له قوله په افغانستان کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا له محاکمې پرته د یو شمېر کسانو د وژلو په اړه هم راپورونه ورکړي و.خو د طالبانو حکومت یاد راپورونه رد کړي و.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د متوسطه ښوونځیو بندېدل، په سیاسي، ټولنیزو او کاري برخو کې د مېرمنو د ونډې کمېدل هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو یې په اړه اندېښنې ښودلي دي. خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG