د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی پنجشیر ته تللی چې د 'خپل سرو وژنو' ادعاوې وڅېړي


په پنجشېر ولایت کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د محکمې له حکم پرته د وژنو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی دغه ولایت ته تللی دی.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې له ښاغلي بنیت سره په دغه سفر کې د یوناما پلاوی هم ملتیا کوي.

هغه وویل: "ریچارد بنیت د یوناما د پلاوي په ملتیا نن پنجشېر ته سفر وکړ او د پنجشېر له والي مولوي محمد محسن هاشمي سره یې وکتل. همدارنګه د علماو شورا له غړو، د امنیه قوماندانۍ له مسؤلینو، د استخباراتو ادارې او عابه ولسوالۍ روغتیايي مرکز له رئیس چې په پلان کې و ولیدل."

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په ټولنیزو رسنیو کې په دغه ولایت کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د خپل سرو وژنو ویډیوي خپرې شوي.

د دغه ولایت د درې ولسوالۍ یو شمېر کسانو ادعا کړې چې دغه ویډیوګانې د تېرو څلورو ورځو مخکې دي. د دوی په وینا یاد وژل شوي اته کسان د مقاومت جبهې غړي او د درې او خنج ولسوالیو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ برتانیې مېشتي افغان وتنس (Afghan Witness) یوه پرانستې پروژې وویل چې طالبانو تیره میاشت د پنجشیر په ولایت کې د مقاومت د جبهې د جنګیالیو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ تنه نیولي وو چې بیا یې په مختلفو وختونو کې په مرمیو وژلي وو. خو د پنجشېر سیمه ییزو مسؤلینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دغه ځانګړي راپور ورکوونکي له طالب چارواکو څخه غوښتي و چې نوموړي ته هغه سیمو ته د تګ اجازه ورکړي چې د بشري حقونو د نقض اعاوې پکې کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما په پنجشېر ولایت کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و: "ټول اړخونه، د نیول شویو کسانو حقونو ته د درناوي په ګډون روښانه نړیوال مکلفیتونه لري. یوناما وضعیت څاري او عدالت ته د هر هغه کس د وړاندې کولو غوښتنه کوي چې جرم ترسره کوي."

پنجشېر ولایت ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکو د سفر سره هم مهاله د طالبانو حکومت خلاف د مقاومت جبهې او د دغه ولایت یو شمېر خلکو ادعا کړې چې طالبانو په پریان ولسوالۍ کې دخلکو پر کورنو هجوم ور وړی او یو شمېر کسان یې وهلي دي. خو طالب چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا چې یادو سیمو ته د خپلواکو خبریالانو لاس رسی ستونزمن دی، هلته د جګړو په اړه په خپلواکه توګه د دواړو لورو د ادعاو سپیناوی هم سخت دی.

د افغان سیاسي مشرانو غبرګون

په ورته وخت کې د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د سې شنبې په ورځ د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د څلورم تلین په مناسبت جوړه شوې آنلاین غونډه کې وویل، واک ته د طالبانو په رسیدو سره په افغانستان کې هیڅ قوم خوندي نه دی.

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال یونس قانوني وویل: "د طالبانو د دسیسو او غلطو سیاستونو قربانیان د هزاره گانو د نسل کشۍ برسیره، زموږ پښتانه عزیزان دي. کوم کسان چې قومي مسایلو ته لمن وهي. غواړم واضح ووایم، چې د جهل ددغې ډلې له واکمنۍ سره د افغانستان هیڅ قوم خوندي ندی پاتې."

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د سولې د راتګ لپاره پکار ده چې طالبان ملي ګټو ته پام وکړي او د افغانستان د ټولو خلکو په ګډون داسې نظام جوړ کړي ‌چې د خلکو په رایه ولاړ وي.

ښاغلي اتمر یادې غونډې ته وویل: "موږ په هېواد کې دایمي‌ سوله غواړو،‌ اما موږ په دې پوهیږو چې هیڅ سوله نشي‌راتللی، مګر دا چې په هېواد کې داسې یو نظام ولاړ اوسي چې هغه نظام د خلکو په رایه او د خلکو په ارادې جوړ شوی وي، او د افغانستان ټول خلک، ښځې او نارینه او زموږ ټول اقوام او مذاهب پکې ګډون ولري."

تېر کال واک ته د طالبانو د بیا رسېدو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې له محکمې پرته د خلکو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG