د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني ځواکونو لندن کې مېشتو خبریالانو ته د مرګ ګواښونه کړي- مسئولین


د ایران ځواکونه
د ایران ځواکونه

په لندن کې مېشت د ایران انټرنېشنل تلویزوني چاینل وايي چې د ایران امنیتي ځواکونو یې د فارسي ژبې خپرونې دوو ایراني خبریالانو ته د «مرګ واقعي» ګواښونه کړي‌ دي.

دغه تلویزوني چاینل ویلي دي چې دا ګواښونه د ایران د «اسلامي‌ انقلابي ګارد» له لوري شوي دي چې په خبره یې د خپلواکو رسنیو د ځپلو لپاره خطرناکه او ویجاړونکې هڅه ده.

د دغې شبکې په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي: «دا په بریتانیا کې خبریالانو ته د [ایران] دولت له ملاتړ څخه برخمن ګواښونه دي. انقلابي ګارد ته به اجازه ورنکړل شي چې په بریتانیا کې ازادې رسنۍ غلې کړې.»

دغه چاینل وايي چې د لندن پولیسو یې دوو خبریالانو او د هغوی کورنیو ته د دغو ګواښونو په اړه معلومات ورکړي‌ دي.

وايي پولیسو نورو خبریالانو ته هم د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی. د فرانسې خبري اژانس وايي‌ چې د لندن میټروپولیټن پولیسو څخه یې په دې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې، خو هغوی د ځانګړو افرادو په اړه له خبرو کولو ډډه کړې.

په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته، د ایران انټرنېشنل تلویزوني چاینل هلته د رژیم په ضد د پیل شویو مظاهرو په اړه راپورونه خپروي.

په ایران کې د روانو اعتراضونو اومه اونۍ ده.

XS
SM
MD
LG