د لاس رسي وړ اتصالات

یو پاکستاني پلاوی په 'امنیت او نورو مسائیلو باندې د خبرو لپاره' کابل ته ځي  


د پلاوي مشره حنا رباني کهر ده
د پلاوي مشره حنا رباني کهر ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د نایب وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ یو پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) افغانستان ته سفر کوي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې پلاوی به له طالب مشرانو سره په امنیتي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې خبرې کوي.

په پاکستاني پلاوي کې به افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په ګډون د دغه هیواد د مالیې او د نورو وزارتو لوړ پوړې چارواکي هم شامل وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې پاکستاني پلاوی به له طالب مشرانو سره د «تعلیم، سوداګرۍ، پانګونې، سیمه ایز اتصال او د خلکو له خلکو سره د تماس په مسائیلو سربېره د سیمې د امنیت په اړوندو مسایلو باندې به هم بحث» وکړي.

اعلامیه همدغه راز وايي چې د پاکستان د دولت وزیره به په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د هڅو په دوامدراه ژمنې بیا ټېنګار وکړي.

د اعلامیې په اساس دا پلاوی به سبا سه شنبه نومبر ۲۹ (لړم اتمه) کابل ته ځي او سفر به یې یوه ورځ وي. په کابل کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چاروکارپوه طارق فرهادي د میرمن کهر د سفر په اړه وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د اقتصادي ګټو تر څنګ د اوږدې مودې سوق الجیشي ګټو په لټه کې هم دی.

ښاغلي فرهادي وویل: «اوس مهال پاکستان په افغانستان کې له دو مسئلو ویره لري د تحریک طالبان پاکستان ډله او له افغانستان څخه پاکستان ته په لویه کچه د کډوالو د تللو له بهیر څخه. دا چې پاکستان د یوې ښځې په مشرې یو پلاوی کابل ته د طالبانو حکومت ته استوي دا یو ډیر سمبولیک اقدام دی او د پاکستان د نوي حکومت له خوا نورې نړۍ ته یو پیغام هم دی.»

ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې د میرمن کهر په مشرۍ د پاکستانې پلاوي دا سفر څو اونۍ وړاندې تنظیم شوی و، خو د ځینو ناڅرګندو دلایلو له مخې دا سفر د نومبر وروستیو ته و ځنډول شو.

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه سنګر امیر زاده وايي پاکستاني پلاوی به د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو د مسلې په ګډون په سرحدي ستونزو او سوداګریزو اړیکو هم خبرې وکړي.

ښاغلي امیرزاده وویل: «زما په اند د حنا رباني کهر سفر څو اهداف لري، ځکه چې د طالبانو په مشرۍ اوسنی سرپرست حکومت په یو شکل د اشکالو د قطر عربي هیواد سره ډیر نږدې پاتې شوی دی او طالبان هم د مختلفو هیوادونو سره ګډ تصامیم نیسي د پاکستانیانو یوه اندیښنه داده. اما زما په نظر په دې ناسته کې پنځه اهداف کیدای شي تر بحث لاندې راشي، اما ممکن نور مخفي مسایل به هم وي. یوخو د دنیا پیغام سرپرست حکومت او طالب مشرانو سره شریک کیږي چې هغه کې د نجونو د ښوونځیو د خلاصولو مسله هم شامله ده.»

پاکستانی پلاوی په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اسلام اباد کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو لپاره د نړۍ حوصله مخ په کمیدو ده.

د پاکستاني سرچینو د معلوماتو پر اساس د نورو دوو اړخیزو مسلو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سودګرۍ مسله هم د میرمن کهر د سفر په اجندا کې شامله ده.

اوس مهال پاکستان له افغانستان څخه د ډیره لویه اندازه ډبرو سکره واردوی، چې د سرحدي ستونزو له امله اکثره د سکرو بار لارې په ورځو ورځو د سرحد په اوږدو کې بندې پاتې کیږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، د سرحدي شخړو له امله د دواړو هیوادونو سوداګرو ته ډیر زیات زیان رسیږي.

ښاغلي الکوزي وویل: «مونږ څو څو ځله دا عرض کړی دی. پاکستاني مقاماتو ته هم تاسو سیاست د تجارت څخه جدا کړئ مګر متاسفانه په دې باندې عمل نه کیږي اوهر وخت دا تکراریږي.»

XS
SM
MD
LG