د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو غونډه: طالبان دې همه شموله قومي- سیاسي حکومت جوړ کړي


د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) وویل چې د مسکو فارمټ یا د افغانستان لپاره د مسکو د مشورتي غونډې ګډونوالو د رایو په اکثریت سره په افغانستان کې د همه شموله حکومت د جوړیدو ملاتړ وکړ.

تاس خبري آژانس د کابلوف په حواله وویل:" د بیانیو عمومي لحن یو شان وو او کابو ۱۰۰ فیصده یو نظر وو. موږ ټول د افغانستان وضعیت ته په یو ډول ګورو، په یو غږ او ډیر ژر په هغه هیواد کې د همه شموله قومي – سیاسي حکومت څخه ملاتړ کوو."

سره له دې چې د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو هئیت تیر کال د مسکو په غونډه کې ګډون کړی و خو سږ کال په دې غونډه کې د طالبانو پلاوي ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

له دې مخکې روسي چارواکو ویلي و چې طالبان د همه شموله قومي-سیاسي حکومت په جوړیدو کې د ناکامۍ له امله، د مسکو غونډې ته ندي بلل شوي.

خو له دې سره سره کابلوف ویلي د مسکو د غونډې ګډونوال هڅه نه کوي چې د طالبانو پر حکومت خپل لیدلوری تحمیل کړي چې د حکومت ترکیب یې څه ډول وي. هغه وویل: "موږ دلته د ساده شیانو په اړه خبري کوو چې په بل هر هیواد کې د منلو وړ دي."

د ټولو قومونو، سیاسي ډلو او اقلیتونو په ګډون د پراخ همه شموله حکومت جوړیدل او بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او میرمنو حقونو ته درناوی له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې عمده غوښتنې دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د یوې ډلې او یو قوم څخه جوړ دی خو د یادې ډلې چارواکي ادعا کوي چې حکومت یې همه شموله دی او میرمنې په افغانستان کې د شرعي احکامو په رڼا کې حقوق لري.

تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې کابلوف په افغانستان کې د همه شموله حکومت جوړیدل د لومړي رکن په توګه ګڼلی او ویلي دي چې د دا ډول حکومت له جوړیدو وروسته به بشري حقونو ته رسیدګي په ګفتار کې نه بلکې په عملي ډول ممکن شي.

روسیه، چین ، پاکستان، هند، ایران، قراقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان د مسکو د غونډي غړي دي او یو شمیر دغه هیوادونه په خاص ډول د افغانستان ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د ناامنیو په زیاتیدو په خاص ډول د داعش د حضور په اړه جدي اندیښنه لري.

کابلوف د مسکو غونډې په افتتاحیه وینا کې وویل: "غلطه ده چې وویل شي (افغانستان) کې د قدرت د انتقال په کړکیچ غلبه شوې او نوی رژیم حاکم شوی... د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو سره سره چې د افغانستان له خوا شوي، امنیتي وضعیت اوس هم په هغه هیواد کې مخ په خرابیدو دی."

خو طالبانو تل ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان له خاورې څخه به ګاونډیو هیوادونو ته هیڅ تهدید متوجه نشي، خو پر افغانستان د طالبانو د څه باندې ۱۵ میاشتې واکمنۍ په جریان کې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه د ګاونډیو هیوادونو پر خاوره راکټي بریدونه شوي او مسولیت یې د اسلامي‌ دولت ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی دی.

کابلوف وویل: "موږ غوښتنه کوو چې متحده ایالات او متحدین بې له قید او شرطه د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ آزادې کړي ترڅو چارواکو ته د هغوی د قانوني حق پر اساس د مالي او اقتصادي تګلارو د عملي کولو موقع برابره شي."

په افغانستان کې تېر کال د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته پر دغه ډلې باندې د امریکا د بندیزونو په لړ کې د افغانستان بانک اووه میلیارد ډالر په امریکا کې کنګل شوي دي.

د امریکا حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې ددغو کنګل شویو شتمنیو ۳.۵ میلیارده ډالر په سویس کې د پیسو یوه صندوق ته سپاري او له هغه لارې د افغانستان د اقتصاد په ښه کولو لګول کیږي.

کابلوف وویل چې غرب د پیسو د امانت صندوق د جوړیدو او د افغانستان د نویو بانکنوټونو د چاپ په شان "له یوې خوا د مسولیت له بار څخه اوږه خالي کوي او له بلې خوا د هغه هیواد (افغانستان) د حکومت پر سیستم رامنځ ته شوی د خپل نفوذ قبضه کلکوي."

اوسنۍ غونډه، د افغانستان په اړه څلورمه ځانګړې غونډه ده چې د روسیې په نوښت او کوربه توب جوړیږي. د مسکو لومړۍ غونډه په ۲۰۱۷ کال کې او د یو شپږ اړخیز میکانیزم- روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او افغانستان په ګډون د بهرنیو قواوو د وتلو په درشل کې د افغانستان د مشکلاتو د څیړنې په هدف جوړه شوې وه.

د مسکو د فارمت دویمه غونډه په ۲۰۱۸ کال کې د تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان د استازو په ګډون جوړه شوه او دریمه غونډه یې د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر میاشت کې او پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو څو اوونۍ وروسته چې د طالبانو هیئت هم پکې ګډون کړی وو، ترسره شوه.

XS
SM
MD
LG