د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي د طالبانو له واکمنیو وروسته، لومړی ځل له افغانستان څخه بهر ته سفر وکړ 


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د لومړي ځل لپاره نن شنبه ډسمبر دریمه (لیندۍ ۱۲) له افغانستان څخه بهر ته سفر وکړ.

د افغانستان د مالیې پخواني وزیر محمد عمر زاخلیوال په خپله ټویټر پاڼه د ځان او حامد کرزي د یو عکس په خپرولو سره لیکلي چې خوښ دی له ښاغلي کرزي سره سفر کوي.

تر دې څو ورځې مخکې د حامد کرزي دفتر هم امریکا غږ ته ویلي وو چې ښاغلی کرزی به د ډسمبر په لومړۍ اوونۍ کې متحدو عربي اماراتو او بیا جرمني ته ولاړ شي.

دا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، له هیواد څخه بهر ته د ښاغلي کرزي لومړی سفر دی.

د رپوټونو له مخې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې مخکې هم څو ځله له افغانستان څخه بهر ته د سفر کولو هڅه کړې وه، خو ظاهرا د طالبانو له ممانعت سره مخ شوی و، که څه هم طالبانو په دې اړه ښکاره څه نه وو ویلي خو داسې ښکاریده چې یاده ‌ډله د کرزي له سفر سره موافقه نه وه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي‌ ته یوې نژدې سرچېنې څه وخت مخکې امریکا غږ ته وویل، ښاغلي کرزي پلان درلود چې متحدو عربو اماراتو ته ولاړ شي څو د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان کورنۍ ته د هغه د مړینې له کبله د تسلیت مراتب وړاندې کړي وای.

دغې سرچېنې وویل چې ښاغلي کرزي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته احوال ورکړی و چې غواړي اماراتو ته سفر وکړي.

وايي نوموړي غوښتل چې د «کام ایر هوايي شرکت په الوتکه کې د متحدو عربو اماراتو د سفارت له مقاماتو سره یو ځای ولاړ شي، خو طالبانو د هغه د سفر دا غوښتنه نه رد کړې او نه هم تائید کړې وه او د هغه دفتر ته یې ویلي وو چې د طالبانو د حکومت ځواب ته منتظر شي.»

د افغانستان بلې سیاسې څیرې او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د روان میلاي کال د اپریل په ۳۰ د خپلې کورنۍ د لیدو په هدف هند ته سفر وکړ او له یوې نیمې میاشتې وروسته بیرته هیواد ته ستون شو.

XS
SM
MD
LG