د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبرپښتونخوا دیني‌ عالمانو په پاکستاني ځواکونو باندې 'بریدونه حرام' وګڼل 


د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځ

د پاکستان د خیبرپښتونخوا یو شمېر دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ جنوري نهمه (مرغومې۱۹) یوه فتوا صادره کړه چې په کې د پاکستان د پوځ او پولیسو په ضد وسله وال بریدونه «د شریعت» په اساس «حرام» بلل شوي.

دا فتوا داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې «تحریک طالبان پاکستان» د پاکستان د پوځ په ضد د بریدونو اعلان کړی او په ځینو سیمو کې یې د پاکستان عسکر په نښه کړي دي.

د پاکستان جیو خبري رسنۍ وایي چې د پاکستان د «دارالعلوم پشاور، جمعیت دارالعلوم حقانیه او المدارس» په ګډون ځينو دیني مدرسو دا فتوا ورکړې ده.

د پاکستان په پوځ او پولیسو باندې اکثریت بریدونه پاکستاني طالبان کوي چې له افغان طالبانو سره نژدې روابط لري. دا دواړه ډلې یوه مفکور لري او په افغانستان او پاکستان کې یې بریدونه یو ډول وو، خو بیا هم د پاکستان «دیني عالمانو په افغان ځواکونو باندې د افغان طالبانو بریدونه روا او جهاد» بلل.

په پاکستاني طالبانو سربېره، بلوڅ بیلتون غوښتونکي او داعش ډله هم د پاکستان د پوځ په ضد وخت ناوخت بریدونه کوي. د خیبر پښتونخوا د «دیني عالمانو» په فتوا کې راغلي دي چې د «پاکستان د پوځ او پولیسو په ضد جګړه د شرعي اصولو او پاکستان د قانون خلاف» ده او عاملانو ته یې باید سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ملي امنیت شورا د دغو ډلو په ضد د جدي چلند خبرداری ورکړی دی او ویلي وو چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنکړي چې هغو ترهګرو ته، چې په پاکستان بریدونه کوي، پناه ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ران ثنا‌ءالله د جنورۍ په څلورمه نیټه وویل چې په تېر کال کې د پاکستان د وسله والو ځواکونو په خلاف ۶۷ په سلو کې بریدونه په خیبرپښتونخوا کې، ۳۱ په بلوچستان کې او پاتې نور یې د سند او پنجاب په ایالتونو کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG