د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو د هغه هیواد د دوو استخباراتي چارواکو د وژل کیدو مسولیت پر غاړه واخیست


د تحریک طالبان پاکستان ډلې د چهار شنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومي ۱۴) د پاکستان د استخباراتي ادارې "آی اس آی" د دوو لوړ رتبه چارواکو د وژل کیدو مسولیت پر غاړه واخیست.

پولیس وایي‌ چې د آی اس آی دغه دوه چارواکي د سه شنبې په ورځ د پنجاب په ایالت کې د یو هوټل مخ ته وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان چې یوه جلا ډله ده او له افغان طالبانو سره اړیکې لري، تیر کال د پاکستان له حکومت سره د څو میاشتني اوربند تر ماتولو وروسته، د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې بریدونه پیل کړي دي.

د یادې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په یوې استول شوي بیانیې کې ویلي:" پرون، د ټي ټي‌ پي یو مخفي ټیم د ملټان لپاره د آی اس آی مرستیال نوید صدیق او د هغه یو همکار ناصر بټ یوځای د پنجاب د خانیوال ناحیې د بسم الله په لویه لار کې وژلي‌ دي."

د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې د چهار شنبې په ورځ جنوري څلورمه په یوې بیانیې کې ددغو وژنو پخلی کړی خو د تحریک طالبان پاکستان د ونډې په اړه یې څه ندي ویلي. په بیانیه کې ویل شوي چې یادو استخباراتي چارواکو له شکمن قاتل سره په هوټل کې لیدلي او له هغوی سره یې یو ګیلاس چای هم څښلی دی.

دغې ادارې زیاته کړې، د چایو وروسته، شکمن بریدګر دغه استخباراتي مامورین د موټرونو په پارکینګ کې وژلي او بیا په موټر سایکل له سیمې تښتیدلی دی.

دا پیښه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان ملکي او نظامي رهبري ژمنه وکړه چې د اورپکو په وړاندې به له "بشپړ ځواک" څخه کار واخلي.

په وروستیو اوونیو کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په لړ کې یو هم په اسلام آباد کې ځانمرګی برید وو چې خپل هدف ته ونه رسید. پاکستاني چارواکي وایي چې تحریک طالبان پاکستان له ګاونډي هیواد افغانستان څخه فعالیت کوي هغه ادعا چې افغان طالبانو رد کړې ده.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ جنوري دریمه د پاکستاني چارواکو دا ادعاوي، بې بنسټه او پارونکي وبللې. ښاغلي مجاهد زیاته کړه د هغوی حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې کار واخلي.

د تحریک طالبان پاکستان ډله، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر افغانستان د امریکا له برید او د افغان طالبانو د نظام له ړنګیدو څو کاله وروسته رامنځ ته شوه او د پاکستان د حکومت په وړاندې یې مبارزه پیل کړه.

خو افغان طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته یوځل بیا پر افغانستان واکمني ټینګه کړه.

ددې راپور په جوړیدو کې د رویټرز خبري اژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG