د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: ما ندي ویلي پر افغانستان برید کوو 


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د چهار شنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومي ۱۴) په اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، هغه هیڅ وخت ندي ویلي چې پر افغانستان به برید وکړي او یا به هم په هغه هیواد کې پر هغو اهدافونو بریدونه وکړي چې پاکستان ګواښي.

له دې مخکې رانا ثناالله ویلي وو که یې هیواد د تحریک طالبان پاکستان په شان ډلو له خوا وګواښل شي، اسلام آباد قانوني واک لري چې د افغانستان‌په منځ کې د اورپکو د پټنځایونو په وړاندې اقدام وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله له ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې، که افغان طالبان په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو د پټیدو خوندي ځایونو پر ضد اقدام ونه کړي، ایا اسلام اباد به په افغانستان کې دننه د دغې ډلې پر ضد اقدام وکړي، وویل چې ددې ډول ستونزې د رامنځته کیدو په صورت کې "موږ لومړی د افغانستان د مسلمان او ورور ملت څخه غواړو چې دغه پټنځایونه له منځه یوسي او کسان یې موږ ته راوسپاري" خو که دغه ډول اقدام ونه شي پاکستان به اقدام وکړي.

له دې څرګندونو وروسته د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په یو تند غبرګون کې وویل چې افغانستان "بې صاحبه ندی" او کولی شي له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې "پاروونکي او بې اساسه" وبللې او ویې ویل چې دا ډول څرګندونې د "دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نن په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:" ما په خپلو خبرو کې په بشپړ ډول ندي ویلي چې غواړو پر افغانستان برید وکړو یا غواړو هلته پر چا برید وکړو."

خو له دې سره سره هغه زیاته کړه، د نړیوالو قوانینو له مخې که چیرې ترهګرۍ حضور ولري او خبرداری ورکړي چې پر یو ځای به برید وکړي" موږ کولی شو ورسره نښته وکړو او باید نښته وکړو."

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې د پریکړې له مخې، باید په دې اړه د افغان طالبانو له حکومت سره خبري وشي.

اسلام آباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پټنځایونه لري.

XS
SM
MD
LG