د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پر 'لانګان' هوټل او کابل هوايي ډګر د بریدونو طراحان ووژل شول


طالب چارواکي په کابل او نیمروز ولایتونو کې د داعش ډلې اړوندو کسانو د دریو مرکزونو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي او وايي چې دغو کسانو په کابل کې پر «لانګان» هوټل، د کابل نړیوال هوايي ډګر او د پاکستان پر سفارت بریدونو او چاودنو کې لاس درلود.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ جنورۍ پنځمه (مرغومې ۱۵) په يوې اعلاميې کې ويلي چې د تیرې شپې په عملیاتو کې د کابل ښار د اتمي حوزې اړوند په شهدای صالحین او قلعه چه او د نیمروز مرکز زرنج کې د داعش ډلې درې مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د یادو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې اته کسان وژل شوي، اووه تنه ژوندي نیول شوي او «ګڼې سپکې وسلې، لاسي بمونه او چاودېدونکي واسکټونه» هم د دوی لاسته ورغلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند زیاته کړې په وژل شوو کسانو د داعش ډلې درې بهرني غړي هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړې: "تیره ورځ په کابل او نيمروز ولايتونو کې د داعشیانو په يوه مهمه او خطرناکه شبکه چې په کابل ښار کې یی په لانګان هوټل (چې چینايي اتباع په کې اوسیدل)، هوايي میدان او د پاکستان په سفارت او ځینو نورو اهدافو بريدونه تنظيم او سرته رسولي وو او په ځینو نورو مهمو اهدافو یې هم د بريد پلان درلود او افغانستان ته يې له خارج څخه بهرني داعشيان هم را انتقالول پراخ هماهنګ عملیات وشول."

دغه طالب چارواکي ويلي چې په يادو عملياتو کې یو شمېر مشکوک کسان هم نیول شوي چې پوښتنې ورڅخه روانې دي.

داعش ډلې تر دا مهاله په کابل او نیمروز کې د هغوی پر مرکزونو د طالبانو د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې ډسمبر میاشتې پر ۱۲مه د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د «لانګان» په نوم هوټل چې چینايي اتباع پکې اوسېدل د وسله وال برید او چاودنو پرمهال درې کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۱ تنه نور ټپیان شول.

په کابل کې د چینايي اتباعو پر هوټل تر برید درې وروځې وروسته چین له افغانستان څخه خپلو وګړو ته د وتلو امر وکړ.

همدارنګه د ډسمبر میاشتې پر دوهمه د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې له یوې ودانۍ څخه دپاکستان پر سفارت ډزو کې د دغه سفارت یوه امنیتي ساتونکی ټپي شو.

په تازه پېښه کې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کابل نظامي هوايي ډګر په قراول کې د چاودنې له امله د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ، خو په اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

په کابل کې پر یادو درې واړو ځایونو د بریدونو مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې په اړه اخیستی و او ګڼو کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې کړې وه.

که څه هم طالب چارواکو تر دې مخکې په وار وار ويلي چې داعش ډله په افغانستان کې فزيکي حضور نلري، خو د هغوى وسله والو په کابل او ځينو نورو ولايتونو څو ځله د داعش ډلې اړوند کسانو پر پټنځايونو دعملياتو خبر ورکړى دى٠

XS
SM
MD
LG