د لاس رسي وړ اتصالات

آی ار سي: افغانستان کې ښځو د حضور پرته اړو کسانو ته مرستې نشو رسولی


ارشیف
ارشیف

د ژغورنې نړیواله کمیټه ' آی ار سي' په افغانستان کې د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو په رول باندې یو ځل بیا ټینګار کړی او د طالبانو له حکومت یې غوښتي، چې ښځو ته دې خپلو کارونو ته د بیرته ستنیدلو اجازه ورکړي.

دغې کمیټې د پنجشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ پنځمه ( مرغومی ۱۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په داسې حال کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو کار باندې بندیز لګولی، چې ددغه هیواد اکثره وګړي په روان سوړ ژمي کې د اوږد جنګ او د اقتصادي بحران څخه د زیږیدلو کړاونو سره لاس او ګریوان دي.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د تیر میلادي کال د ډسمبر په ۲۴ (مرغومی درییم) په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په غیر دولتي موسسو کې له کار څخه منع کړې. په دې مکتوب کې خبرداری ورکړ شوی، چې " په دې برخه کې د تعلل په صورت کې به ددغه وزارت له خوا موسسو ته د فعالیت ورکړل شوی جواز لغوه شي".

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، هغه کورنۍ چې په افغانستان کې د ښځو له خوا اداره کیږي ۸۲ فیصده یې د خوړو د نه مصونیت سره مخ دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي "د ښځینه کارکوونکو د شتون پرته په ټولو برخو کې مونږ نشو کولی چې په اصولي ډول او د اړتیا پر اساس هغو کسانو ته چې له بحران څخه یې زیات کړاو لیدلی مرستې ورسولی شو".

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي دي، چې ددې لپاره چې ټولو اړو افغانانو ته د مرستو د رسولو لپاره دوی ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري نو ځکه یې د ښځو پر کار د بندیز وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د معلوماتو له مخې دغې کمیټې یوازې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د شپږ میلیونو څخه زیاتو کسانو سره مرستې کړي دي، چې ددې کمیټې د وینا پراساس د کار د ځنډولو وروسته به په لسګونو زره مرستو ته اړ افغانان د لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.

د ژغورنې نړیواله کمیټه اوس مهال څه باندې اته زره کارکوونکي لري، چې شاوخوا درې زره یې ښځینه کارکوونکې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د دغې پریکړې د لغوه کیدو په صورت کې دا کمیټه چمتو ده، چې افغانستان کې بیرته خپل فعالیتونه پیل کړي.

اوس مهال په افغانستان کې د شاوخوا سلو نړیوالو موسسو سربیره په سلګونو داخلي غیر دولتي موسسې په فعالیت بوختې دي، چې د روغتیا، ښوونې روزنې ، خوړو د برابرولو او د عاید د پیداکولو په پروژو کې فعالیت کوي.

د طالبانو د حکومت له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز پریکړه د نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، ملګروملتونو، اروپايي ټولنې او د قطر په ګډون د یو شمیراسلامي هیوادونو له خوا غندل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې وروستیو ورځو کې ویلي، چې امریکا د ښځو د حقونو څخه ملاتړ ده ژمنه ده او د افغانستان په ګډون په هرځای کې، چې د ښځو حقونه د ګواښ سره مخ شي د ښځو له حقونو ملاتړ کوي.

ښاغلي بلینکن ویلي" له بدمرغه په افغانستان کې پر ښځو باندې محدودیتونه په پرله پسې ډول مخ په زیاتیدو او د وخامت په لور روان دي".

د امریکا حکومت نړۍ سره د طالبانو د اړیکو ښه کیدل د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو ته د درناوي پورې مربوط ګڼلي دي.

خو طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه د نړیوالې ټولنې انتقادونو ته په ځواب کې ویلي، چې کومې غیر دولتي موسسې، چې په افغانستان کې فعالیت کوي باید ددغه هیواد قوانینو په نظر کې نیولو سره فعالیت وکړي.

ښاغلي مجاهد ویلي دوی چاته اجازه نه ورکوي، چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د طالبانو د حکومت پریکړو او مشرانو په اړه بې مسؤلیته خبرې یا تهدید وکړي.

XS
SM
MD
LG