د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ناخالاصه تولیدات کم شوي


د افغانستان د ناخالصه تولیداتو اندازه کمه شوې
د افغانستان د ناخالصه تولیداتو اندازه کمه شوې

د افغانستان د احصایې او معلوماتو مرکزي ادارې د چهارشنبې په ورځ (کب/حوت ۲۲مه) د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه خپل کلنی ریپوټ خپور کړ.

په دغه ریپوټ کې راغلي چې سږکال افغانستان د کوکنارو د تولید په ګډون شل عشاریه پنځوس میلیارد ډالره کورني تولیدات درلودل، چې د تیر کال په پرتله په کې شاوخوا ۱.۸ میلیارد ډالره کموالی راغلی دی.

تیر کال د افغانستان د ناخالصه تولیداتو کچه د کوکنارو د تولیداتو په ګډون ۲۲.۳ میلیارد ډالرو ته رسیدله.

د احصایې مرکزي ادارې دغه راز ویلي، چې سږکال په اوسط ډول د هر افغان کلنی عاید هم له ۷۰۵ ډالرو څخه ۶۴۷ ډالرو ته راښکته شوی دی.

د دغې ادارې مسلکي مرستیال حسیب‌الله مؤحد خبریالانو ته د ریپوټ په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل "زموږ په عامه اصطلاح چې ورته سرانه عاید ویل کیږي، که په افغانۍ یې محاسبه کړو د ۱۳۹۶ کال په پرتله له کوکنارو پرته له ۴۵۷۹۴ افغانیو څخه ۴۵۵۲۸ افغانیو ته بدلون موندلی، خو البته د کوکنارو په ګډون له ۴۸۳۰۱ افغانیو څخه ۴۶۷۹۵ افغانیو ته راښکته شوی دی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د کوکنارو ونډه خورا کمه ده یا په بل عبارت د تیرکال په پرتله د کوکنارو کښت ډیر زیات کم شوی دی".

د احصایې او معلوماتو مرکزي ادارې په خپل ریپوټ کې ویلي، چې د تیر کال په پرتله د افغانستان د صادراتو او وارداتو په کچه کې هم کموالی راغلی دی.

خو دغې ادارې په افغانستان کې د بریښنا د تولید او وارداتو په تړاو ویلي، چې نږدې نیمايي بریښنا په افغانستان کې ضایع کیږي.

ښاغلي مؤحد وویل "له ۴۵ فیصدو څخه زیاته بریښنا ضایه کیږي، دا ښيي، چې اړوندې ادارې باید لازم تدابیر ونیسي ترڅو د بریښنا د لګولو کچه لوړه کړو او د ضایعات تر ټولو ټیټې کچې ته راورسو".

همدا شان دغې ادارې په خپل ریپوټ کې د افغانستان ټول نفوس ۳۱.۶ میلیون ښودلې، چې ۱۵.۴ میلیون یې ښځې او ۱۶.۱ سړیان دي. دغې ادارې ویلي چې د تیرکال په پرتله د نفوسو وده له ۲.۰۳ فیصدو څخه ۲.۱۴ فیصدو ته لوړه شوې ده.

په ټوله کې د احصایې او معلوماتو د مرکزي ادارې دا ریپوټ ښيي، چې په روان کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د خلکو د عوایدو په برخه کې کموالی راغلی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په افغانستان کې سیاسي بې‌ثباتي د پانګونې مخه نیولې، او دا د دې لامل شوی، چې د کورني ناخالصه تولیداتو کچه راټیټه او د خلکو کلنی عواید کم شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې شعیب رحیم امریکا غږ – آشنا ته وویل "که چیرې ستاسې ناخالصه کورني تولیداتو سلنه راټيټه شي، دا په دې معنی ده، چې د خلکو عاید کم شوی دی او په هیواد کې پانګونه کمې شوې ده، د دې پایلې دا دي، چې کله پانګونه کمه شي، نوې فابریکې نه جوړیږي، خلکو ته نوي خدمات نه وړاندې کیږي، نو کاري فُرصتونه نه پیدا کیږي، نو د ورځې په پای کې له دې سره په هیواد کې بیکاري او بیوزلي زیاتیږي".

ښاغلي رحیم ټینګار وکړ، چې حکومت باید په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره زمینه برابره کړي، ترڅو د ناخالصه تولیداتو او د خلکو د عوایدو کچه لوړه شي.

هغه له وسله‌والو طالبانو سره د سولې خبرو او د انتخاباتو مسلې ته په اشارې زیاته کړه، که وضعیت همدا ډول دوام وکړي ښايي په راتلونکي کال کې د افغانستان د پانګونې او اقتصادي ودې حالت لاپسې خراب شي.

XS
SM
MD
LG