د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې اعتراض کوونکو د پولیسو په قید کې هغه کس ووژاه چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوی وو


په پاکستان کې اعتراض کوونکو د شنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او یو زنداني یې چې مقدساتو ته د سپکاوي له تور سره مخ و له نیولو وروسته ووژاه او بیا یې د هغه جسد وسوزاوه.

دا پيښه د پاکستان په ډیر نفوس لرونکي د پنجاب ایالت په یوې لرې سیمه کې چې نانکانا صاحب نومیږي شوې ده.

د پولیسو چارواکي وایي وژل شوی کس قران کریم ته د سپکاوي په تور نیول شوی و. ددغو چارواکو په وینا، قران ته د بې احترامي خبر، خلک په غصه کړل او له همدې امله یې د پولیسو پوسته کلابنده کړه او د تورن کس د غوښتلو هڅه یې کوله.

پولیسو ویلي د خلکو شمیر ډیر زیات وو او دا کار ددې لامل شو چې پولیس د وظیفې له سیمې وتښتي او خلک وتوانیږي دا ۳۵ کس تر هغه ووهي چې ژوند له لاسه ورکړي.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، ښکاره کیږي چې خلک ددغه تورن کس لوڅ جسد پر سړک کش کاږي او وروسته اور ورته کوي.

د پنجاب ایالت پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پولیسو د پوستې د جګپوړو مسولینو دندې د لنډغرو د برید په مخنیوي کې د ناغیړیو له امله ځنډول شوي دي او په دې اړه د فوري څیړنو امر شوی دی.

په دې اعلامیه کې د شهباز شریف له قوله ویل شوي" ولي پولیسو د پارلیدلو لنډغرو مخه ونه نیوله؟ د قانون واکمني باید تضمین شي. هیڅوک باید اجازه ونلري چې پر قانون نفوذ وکړي."

بلخوا د ادیانو ترمنځ د همغږۍ په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي طاهر محمود اشرفي په یوې اعلامیه کې د تورن کس د وژل کیدو په غبرګون کې ویلي" د یو شکمن غیر انساني شکنجه او وژنه ظمالمانه او جنایتکارانه اقدام دی". اشرفي پر یو ټویټ لیکلي:" اسلامي شریعت او د پاکستاني قانون چا ته اجازه نه ورکوي چې خپله د دعوا طرف، قاضي او د پریکړې کس ووسي. "

په پاکستان کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي مقدساتو ته سپکاوي یو ډیره حساسه موضوع ده او مجازات یې اعدام دی. په ځینو وختونو کې یوازې مقدساتو ته د سپکاوي ادعا د پاڅون د رامنځ‌ ته کیدو او د تورنو د وژل کیدو لپاره کافي دي.

په اکثریت مواردو کې پر هغو کسانو بریدونه کیږي چې مقدساتو ته د سپکاوي شک پرې وي او کله د لنډغرو ډلو له خوا له محاکمې پرته وژل کیږي.

د شنبې پيښه کابو دوه اوونۍ وروسته له هغه وشوه چې پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په جلسه کې ډاډ ورکړ چې مقدساتو ته د سپکاوي د قوانینو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې سره د مقابلې لپاره اقدامات کوي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر د جنوري په ۳۰ په ژنیو کې وویل هیواد یې مقدساتو ته د سپکاوي له قوانینو څخه د ناوړه ګټې اخیستې په وړاندې اقدامات تر لاسه لاندې نیولي‌ دي.

له دې مخکې، د متحدو ایالتونو د مذهبي آزادیو نړیوال کمیسیون په ۲۰۲۲ کال کې په خپل راپور کې ویلي وو چې په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي قوانین ددې لامل شوي چې تندلاري اسلامپاله وهڅیږي او له مجازات پرته عمل وکړي او پر هغو کسانو برید وکړي چې له هغوی سره متفاوته عقیده لري او یا هم بې دینه دي.

د امنیتي مطالعاتو غیر حکومتي مرکز د تیر میلادي کال په لومړیو کې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د پاکستان د جوړیدو له وخته، څه باندې ۱۴۱۵ کسان د اسلام مقدساتو ته د سپکا،ي او ګفر ویلو له امله تورن شوي چې په دې منځ کې ۸۹ کسان له محاکمې پرته د خلکو له خوا وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG