د لاس رسي وړ اتصالات

بښنې نړیوال سازمان: لاهور کې وضعیت د اندېښنې وړ دی، چارواکي دې له زغم کار واخلي


پاکستان کې پاریدلي لاریون کوونکي
پاکستان کې پاریدلي لاریون کوونکي

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان په لاهور ښار کې وضعیت د اندیښنې وړ بللی او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتي دي چې نظم او قانون حفظ او د نړیوالو بشري حقونو سره سم اړین اقدامات وکړي.

د پاکستان پولیس کله چې غوښتل یې د هغه هیواد پخوانی صدراعظم عمران خان ونیسي، د نوموړي د پلویانو له مخالفت سره مخ شول او د نښتو له امله یو شمیر پولیس او د عمران خان څه باندې ۵۰ پلویان ټپیان شول.

له دې پيښې وروسته د لاهور عالي محکمې د یاد هیواد پولیسو ته امر کړ چې د هغه هیواد د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو عملیات پنجشنبې ته وځنډوي. دا پریکړه ددې لامل شوه چې د عمران خان کور ته نږدې د هغه د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتې پای ته ورسیږي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل ټویټر کې لیکلي:"موږ له چارواکو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او ډاډ رامنځ ته کړي چې د هغوی ځوابونه تل د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو پر اساس دي."

یو شمیر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو د خلکو د خپرولو لپاره له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار اخیستی او په مقابل کې د عمران خان پلویانو د ډبرو او لرګیو په مرسته په پولیسو برید کړی او د عمران خان کور ته یې د پولیسو د داخلیدو مخه نیولې ده.

په وروستي مورد کې عمران خان له خپلو پلویانو سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دی چې د مارچ په ۱۸ نیټه اسلام اباد ته ولاړ شي او د نیول کیدو د حکم په اړه یې خبري وکړي، خو د پاکستان پولیسو تر اوسه دا غوښتنه نده منلې.

د پاکستان پارلماني ټاکنې باید تر اکتوبر میاشتې پورې ترسره شي خو عمران خان له وخت څخه مخکې ټاکنو غوښتنه کوي. نوموړي فرانس پرس ته وویل: " هغوی غواړي ما په زندان کې واچوي چې په ټاکنو کې ګډون ونشم کړای."

اسوشیتډ پرس خبري اژانس هم خبر ورکړی چې په تیرو دوو ورځو کې د اسلام اباد، کراچۍ، راولپنډۍ او پيښور په ګډون د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتې شوي دي.

د عمران خان د نیول کیدو امر وروسته له هغه صادر شو چې نوموړی د فساد د قضیې په تړاو د فبروري په ۲۸ نیټه محکمې ته حاضر نشو. پر عمران خان تور دی چې د صدارت پرمهال یې د ترلاسه شويو ډالیو او یا هم ددې ډالیو د پلور له درکه د ترلاسه شوې ګټې په اړه راپور ندی ورکړی.

د هغه لست له مخې چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب خپور کړی، اوه لاسي ساعتونه په دې ډالیو کې شامل دي چې عمران خان ترلاسه کړي او یو له دغو ساعتونو څخه ۳۰۰ زره ډالره ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG