د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د تاوتریخوالي تازه پېښو کې دری عسکر وژل شوي


د راپورونو له مخې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې له وسله والو سره نښتو کې دری پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) په یوې اعلامیې ویلي چې تېره ورځ د جنوبي وزیرستان په رزمک سیمه کې له وسله والو سره نښته کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د فضل جانان په نوم وژل شوی پاکستانی عسکر د خیبرپښتونخوا هنګو سیمې اوسېدونکی و.

د پاکستاني پوځ په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې په شمالي وزیرستان کې هم د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د بیان له مخې پدغه نښته کې یو وسله وال وژل شوی او ګڼ شمېر وسلې او مهات ورڅخه تر لاسه شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې په یاده نښته کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تبصره نه ده کړې.

د راپورونو له مخې د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.

د یو بل خبر له مخې د بلوچستان ایالت په کچلاغ سیمه کې هم د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په کچلاغ کې د پولیسو یوه امنیتي چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط د امریکا غږ ډېوې څانګې ته ویلي چې پولیس د ګزمې پرمهال د موټرسایکل سپرو وسله والو له برید سره مخ شوي دي.

دغه سرچینې ویلي چې په ځوابي برید کې هم یو وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په باړه سیمه کې هم د پاکستاني عسکرو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دری پاکستاني سرتیري وژل شوي و.

د راپورونو له مخې د دغه چاودنې مسؤلیت هم تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG