د لاس رسي وړ اتصالات

پنجشیر کې د 'طالبانو ضد قومندانانو وژل' کیدو ته غبرګونونه


ښي خواته بصیر اندرابي او کیڼ خواته اکمل امیر
ښي خواته بصیر اندرابي او کیڼ خواته اکمل امیر

وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې د اکمل امیر او بصیر اندرابي په ګډون د طالبانو ضد قومندانانو د وژل کیدو خبرونه خپاره شول، د طالبانو ګڼ شمیر مخالفو سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو پراخو کارونکو دې خبر ته غبرګون ښودلی دی.

"د افغانستان د آزادۍ جبهې" په ټولنیزو رسنیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د بصیر اندرابي، فهیم سالنګي، برهان اندرابي، قربان علي ‌بامیاني، صبور فاریابي او حسین سمنګاني په ګډون د یادې جبهې شپږ غړي له طالبانو سره په څو ورځنۍ جګړه کې وژل شوي‌ دي.

که څه هم یو شمیر سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو کارونکو د "افغانستان د ازادۍ جبهې" د یو قومندان اکمل امیر وژنه تائید کړې او کورنۍ ته یې د هغه د وژل کیدو له امله تسلیت ویلی ، د افغانستان د آزادۍ جبهې ویلي دي چې د قومندان اکمل امیر مړینه لا نه تائیدوي. یادې جبهې هغه تصویرونه چې ګواکې د اکمل امیر مړی ښکاره کوي "جعلي" بللي دي.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي دي چې په تیرو څو ورځو کې د سالنګ په لوړو نقطو کې د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه شوې او ادعا شوې چې څه باندې ۳۰ طالب جنیګالي په دې نښتو کې وژل شوي دي.

خو د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د پخواني قومندان اکمل امیر خپلوانو له امریکا غږ سره په خبرو کې د هغه مړینه تائید کړې او ویلي یې دي چې طالبانو په کابل کې د هغه کور هم محاصره کړی دی.

ددغې سرچینې په وینا چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، ویلي چې اکمل امیر د پنجشیر د شتل ولسوالۍ او د پروان د سالنګ لسوالۍ په غرونو کې د جګړې پرمهال وژل شوی دی.

د طالبانو دفاع وزارت هم ویلي دي چې امیري او اوه تنه ملګري يې د هغوی پر پټنځای د عملیاتو په ترځ کې وژل شوي دي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د یادې جبهې په رسمي ټویټر پاڼه د ښاغلي اندرابي او امیر له کورنیو سره د خواخوږۍ د مراتبو په وړاندې کولو سربیره، ویلي دي چې هغوی "د طالب له ترهګرۍ او جاهلې ډلې سره تر څو ساعته نښتې وروسته، د خپلو یو شمیر ملګرو سره شهیدان شوي دي."

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل پر یو ټویت ددغو دوو قومندانانو د عکس په خپرولو سره ویلي:"د هغوی میړانه او سرښندنه به تل په یادونو کې پاتې وي."

د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د اکمل امیر او عبدالبصیر اندرابي وژل کیدو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې "له خپلو یو شمیر زړه ورو ملګرو سره د افغانستان د خلکو د ازادۍ او عزت د دفاع په لاری کې د هغوی مړینه د خواشینۍ وړ ده."

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم په خپله فیسبوک پاڼه اکمل امیر او بصیر اندرابي "اتلان" بللي او ویلي یې دي چې هغوی "دوه نامتو، میړنۍ او پیاوړې څیرې وې چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې له ډیر شهرت څخه برخمن وو او د طالبانو له واکمنیدو وروسته یې هم خپلو مسولیت په یو شکل ادا کړ او بالاخره یې د جاسوسانو د توطیې له امله خپل خواږه ژوندونه له لاسه ورکړل."

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کارونکو هم د افغانستان د پخواني پوځ ددغو قومندانانو په مړینه غبرګون ښودلی دی.

د چارو شنونکي نجیب ننګیال په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:"دوی (طالبان) فکر کوي، د اکمل امير په څېر د ځوانانو شهادت به لاسته راوړنه وي...افغانستان ستاسې ځای نه دی. ياد یې لرئ."

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵ نیټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د ځانګړو ځواکونو په ګډون د افغانستان د پخواني پوځ یو شمیر وتلي قومندانان د مقاومت له جبهو سره یوځای شوي او له هغه وخت راهیسې د پنجشیر، د بغلان د درې ګونو ولسوالیو او د بدخشان او تخار ولایتونو په یو شمیر سیمو کې د طالبانو په وړاندې کله ناکله جګړه کوي.

طالبانو ويلي دي چې په جګړې کې یې یو شمېر باغیان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG