د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه کې د ښځو پر نه شتون نیوکه کړې


د بشري حقونو د څار سازمان غړي
د بشري حقونو د څار سازمان غړي

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو په نه شتون کې د دغې غونډې پر ترسره کېدو نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مسوولې، هېدر بار نن چهارشنبه د اپریل په ۲۶مه (ثور ۶) د یو لړ ټويټونو په ترڅ کې ویلي چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو نږدې ټول ځانګړي استازي نارينه دي او د دوی له پرله پسې غوښتنو سربیره، دغې غونډې ته هېڅ افغانه مېرمن نه ده بلل شوې.

د هېدر بار په وينا، دا غونډه د افغان مېرمنو او د هغوى د هېواد د راتلونکي لپاره ارزښت لري او خورا مهمه ده.

میرمن بار لیکلي: "موږ پوهیږو چې د طالبانو کړنې د نړیوالې ټولنې له کنټرول څخه بهر دي، خو موږ نه پوهیږو چې ولې افغان میرمنې په دوحه کې کیدونکې د ملګرو ملتونو 'سازمان چې د ۱۳۲۵ پریکړه لیک د پلي کیدو مسوولیت په غاړه لري'، لخوا تنظیم شوې غونډې څخه ایستل شوې دي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پریکړه لیک چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې تصویب شوی، "د سولې او امنیت د ټینګښت او پراختیا لپاره په ټولو هڅو کې د ښځو مساوي او بشپړ ګډون" باندې ټینګار کوي.
د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې د مسوولې په وینا، دوی تل د افغانستان په تړاو غونډو کې د یوې څوکۍ غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي چې"موږ له دې دوه ورځنۍ غونډې یوازې یو ساعت وخت غوښتی و، خو موږ ته ویل شوي چې دا ممکنه نه ده، له غونډې دغه ډول محرومیدل طالبانو، افغان ښځو او د نړۍ نورو برخو ته څه پیغام ورکوي؟"

ټاکل شوې د مې په لومړۍ او دویمه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د یوه کنفرانس کوربه توب وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي. ملګرو ملتونو ویلي چې د مې په لومړۍ او دویمه نیټه به په دې غونډه کې ګډونوال د افغانستان اوسني وضعیت لپاره د یو پایداره حل موندلو او ګډو اهدافو خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو مدافعین د طالبانو په رسمیت پیژندنې په اړه بحث او د دې مسلې لپاره تبلیغ یا لابي کول له ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بولي.

دوی ټینګار کوي، چې که نړیواله ټولنه د افغانستان د میلیونونو خلکو هیلې له پامه وغورځوي او د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، د ملګرو ملتونو خپلواکي او د افغانستان د خلکو په وړاندې د نړیوالې ټولنې ریښتینولي به تر پوښتنې لاندې راشي او معترضې میرمنې به هیڅکله د ملګرو ملتونو سازمان په رسمیت ونه پيژني.

XS
SM
MD
LG