د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: تر څو چې د طالبانو حکومت همه شمول نه وي، په رسمیت یې نه پېژنو 


سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف وایي تر څو پورې چې طالبان په افغانستان کې د همه شمول حکومت جوړولو لپاره په خپلو ژمنو عمل ونکړي، روسیه به یې د رسمیت پېژندنې بهیر نه پیلوي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور په اساس، سرګي لاوروف دا څرګندونې نن سه شنبه جون شپږمه (جوزا ۱۶) په تاجیکستان کې د روسیې-تاجیکستان په پوهنتون کې په خپلو خبرو کې کړي دي.

نوموړي د طالبانو ژمنو ته په اشارې ویلي دي: «په دغو ژمنو کې د سیاسي او قومي متوازن حکومت تشکیل، د تروریزم او نشه يي توکو په ضد لا جدي مبارزه او د تاجیکانو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي بشري حقونو تضمین شامل دي.»

شاوخوا ۲۲ میاشتې کېږي چې طالبان بیا په افغانستان باندې واکمن شوي دي او تر دې دمه لا کوم هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

نړیوله ټولنه هم د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د نورو شرایطو تر څنګ همه شمول حکومت او د افغانانو اساسي بشري حقونو ته درناوی مهم ګڼي.

لاوروف وویل چې روسي مقاماتو له طالبانو سره په خپلو «منظمو» تماسونو کې دا ډله هڅولې ده چې په دې اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي.

روسیې د پاکستان، ایران او چین په څېر د طالبانو حکومت له لوري ځینو پېژندل شویو استازو ته دپلوماتیک باورلیکونه ورکړي دي.

د نړیوالې ټولنې د انتقادونو سره سره طالبان ادعا کوي چې حکومت یې همه شمول دی او د «اسلامي شریعت» په اساس د افغانانو اساسي بشري حقونو ته درناوی لري. طالبان همدغه راز ادعا کوي چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي.

XS
SM
MD
LG