د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار: د دوحې غونډه باید افغانستان کې د بشر حقونو په اړه قوي دریځ ونیسي


د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د ملګروملتونو د غونډې په درشل کې د بشري حقونو د څار سازمان د ګډون کوونکو ځانګړو استازو څخه غوښتي، چې باید د بشري حقونو اړوندو مسلو په اړه خپل قاطع دریځ وساتي.

د بشري حقونو د څار د سازمان د اسیا د څانګې مرستیالې پټریشیا ګاسمن، د دوشنبې په ورځ می اول(ثور ۱۱) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ټولنې دغړو هیوادونو «ځانګړي استازي باید په دوحه کې دا واضحه کړي او په دې اړه قوي دریځ ونیسي چې یوازې د طالبانو د ظالمانه پالیسیو لغوه کېدل [معکوس کول] د نور تعامل لپاره لار پرانیزي».

ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو دوه ورځینی غونډه پیل شي.

د رپوټونو له مخې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د ۲۲ هیوادونو او دوه نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي برخه واخلي. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې دا دوه ورځنۍ غونډه د ملګروملتونو له خوا د یوې اونۍ مغشوشو پیغامونو په دوام ترسره کیږي، چې ددې غونډې پریکړې به اړو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر باندې اغیز ولري.

دغه څارسازمان د اپریل په ۱۸ د ملګروملتونو د انکشافي پروګرام ' یو این ډي پي' مدیر اخیم شتنایر د هغه خبرداري یادونه هم کړې، چې ویلي و، که طالبان د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو په کار د بندیز پریکړه لغوه نه کړي نو "ملګري ملتونه به چمتو وي له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې زړه ماتوونکی پریکړه وکړي".

دغه سازمان وايي، ددغو څرګندونو یوه ورځ وروسته د ملګروملتوتو د عمومي منشي مرستیالې میرمن امینه محمد وړاندیز وکړ، چې د دغې ادارې غړي هیوادونه هغه کوچني ګامونه ومومي، چې د طالبانو د "رسمیت" پېژندنې په لوري یې بېرته وګرځوي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: "په یقین سره له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د وتلو او د طالبانو د رسمیت پیژندلو د مسلې ترمنځ یو حل لاره شته او داسې ښکاري، چې ځانګړي استازي به دا لاره ومومي."

میرمن ګاسمن، طالبانو په اړه د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو ترمنځ د نظر د یووالي نشتون ته هم اشاره کړې او ویلي دي، چې چین، روسیه او جاپان په افغانستان کې مرستو او اقتصادي بحران ته پاملرنه غواړي په داسې حال کې، چې امریکا متحده ایالات،برتانیا او فرانسه د بشري حقونو په برخه کې طالبانو پر وړاندې کلک دریځ لري.

میرمن ګاسمن ویلي:" د مارچ په میاشت کې کله، چې د امنیت شورا افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر' یوناما' ماموریت د غځیدلو پریکړه وکړه په یو بل پریکړه لیک کې یې په افغانستان کې شتو ګواښونو ته د حل د لارې د لټولو لپاره په دغه هیواد کې په خپلواک ډول د ملګروملتونو د عملیاتو د ارزونې پریکړه هم وکړه. "

په داسې حال کې چې چین او روسیې د پراخه ارزونې ملاتړ کوه امریکا او برتانیا یې په اړه شک وښوده.

د بشري حقونو د څار دغې ادارې د طالبانو وروستي محدودیتونه د افغانانو لپاره ډیر زیان راوړونکي بللي او ویلي دي، چې د افغانستان د نفوس له دریو څخه دوه برخې، چې اکثریت یې ښځې او نجونې دي د خوړو په برخه کې په مرستو متکي دي.

دغه سازمان ویلي د یوې خوا طالبانو پر ښځو باندې د کار بندیز لګولی او د بلې خوا ملګري ملتونو د مرستو رسونې ادارې د دوو انتخابو سره مخ کړي دي یا دا چې خپل پروګرامونه وتړي او یا هم د خبرو له لارې پرته له دې، چې پر خپلو اصولو باندې معامله وکړي مرستو ته دوام ورکړي.

بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې دا باید انتخاب نه اوسي، چې مرستې رسونې ادارې یې په اړه پریکړه وکړي.

میرمن ګاسمن وايي، چې افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي باید په دوحه کې دا څرګنده کړي او د طالبانو د ځپونکو پالیسو د لغوه کیدو په برخه کې یوازې یو ثابت دریځ ونیسي، چې دا به د نورو ښکیلتیاو لپاره لاره پرانیزي.

په دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د دغې غونډې د جوړیدو دمخه د بشري حقونو د ملاتړ ځینو ادارو او د افغان میرمنود حقونو ملاتړو په دې غونډه کې د ښځو د استازو په کم رنګه حضور انتقادونه کړي او په کې یې د افغان میرمنو د استازو په ګډون ټینګار کړی و.

د شنبې او یکشنبې په ورځو په کابل او اسلام اباد کې په لسګونو افغان میرمنو او د مدني ټولني افغان فعالانود لاریونونو او اعتراضیه غونډوپه ترڅ کې د دوحه په غونډه کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په سر د بحث سره هم مخالفت وښوده او د طالبانو رسمیت پیژندل یې د ترورزیم او ترهګرۍ د رسمیت پیژندلو په معنی وګڼه.

همداشان د افغان میرمنو د حقونو فعالانو د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په صورت کې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو ته خبرداری ورکړ، چې که طالبان په رسمیت وپیژني نو د دغې پریکړې د ناسمو عواقبو مسولیت به د ملګروملتونو په غاړه وي.

د دوحې غونډې ته طالبانو د حکومت استازي نه دي بلل شوي. ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو مسله ددې غونډې په اجندا کې شامله نه ده.

خو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو په رسمیت پيزندل د ملګروملتونو مسولیت ګڼي او ددغې ادارې څخه یې د رسمیت پیژندلو د بهیر د بشپړیدو غوښتنه کړې ده. ښاغلي مجاهد امریکا غږ ته ویلي، چې د طالبانود حکومت رسمیت پيژندل به د هیوادونو ترمنځ پرتو ستونزو ته د حل لارو په لټولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG