د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ضد کمپاین کې د دیني عالمانو رول


د پولیو ناروغي یوه له جدي روغتیايي ستوزنه بلل کېږي چې د ډيرې مودې په تیریدو سره لا هم په افغانستان کې د ماشومانو روغتیا ګواښي.

د جنوبي ولایتونو په بیلا بیلو سیمو کې د یو شمېر مساجدو له لاري‌ هڅه کیږي چې کورنیو ته د واکسین د ارزښت په اړه معلومات ور کړل شي.

مولوی تازه ګل اغا همداسې یو دیني عالم دی چې وايي د ګوزڼ په مخنیوي کې یې رول ادا کړی او په خپلې سیمې کې یې کورنۍ هڅولې چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي.

هغه وايي: ”موږ خو تر خپله وسه پورې خپله همکاري ورسره کوو که مساجد ته راشي، د دوی د ناستې لپاره یې ورخلاصوو. خپله زموږ مسجد ته څو کسان راغلي... دا خلکو ته کوم کسان چي پدغه اړه باندې شکونه تشویشونه لري ترخپله وسه هغو ته قناعت ورکوو. موږ تر خپله وسه ددوې سره پوره همکاره یوو.”

مقامات وايي اوس یو شمېر دیني عالمان هم د پولیو ضد واکسین په ارزښت کورنیو ته توصیې کوي چې خپل ماشومان او د هغوی اینده له دغې وژونکې ناروغۍ څخه وژغوري.

په جنوبي ولایتونو کې په پام کې وه چې نږدې دوه میلیون ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین شوي وای، خو د بیلا بیلو عواملو په وجه دا هدف هیڅکه هم ندی تر لاسه شوی. روغتیايي مسئولین یې یوعلت د واکسین په اړه د کورنیو نا سم پوهاوی په ګوته کوي.

د پولیو د پروګرام یو مسئول ډاکتر وحیدالله وایې چې یو شمېر کورنۍ له حقیقت څخه لېري پر اوازو باور کوي چې دا ستونزه له واکسین څخه د زرګونو ماشومانو د پاته کیدو سبب شوې.

هغه وايي: ” افواهات پکي ډیر رشد کوي ډیر ژر پکي خپریږي هر څوک چي یو څه ووایې بیا هغه خلګ مني او باور پرې کوي او عمل پرې کوي نو زما توصیه او غوښتنه د خلګو څخه داده چي د خپلو د ماشومانو روغتیا باید په پام کي ونیسي او په اینده کي چي ماشوم یې ګوډ و، فلج کیږي بیا هغه وخت هیڅ پښیماني ګټه نکوي. دغه ماشومانو ایندې ته باید وګوري د خپلو ماشومانو اینده باید تضمین کړي.”

په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ټولي شپږ پېښي ثبت شوي چې ټولي یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې دي. په کندهار کې بیا تازه تر طبي ازموینو وروسته د ښار په درو برخو کې د پولیو محیطي ویروس ثبت شوی چې د یادې ناروغۍ د خپرېدو په اړه یې اندېښنې راپورته کړي.

ډاکتران وایې چې د ګوزڼ ناروغي درملنه نلري او مخنیوی یې یوازي د پولیو واکسین له لاري څخه کیدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG