د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا نژدې ۴۰زره افغانان قبول کړي او غواړي نور هم ومني


کاناډا غواړي نور افغانان هم قبول کړي
کاناډا غواړي نور افغانان هم قبول کړي

کاناډا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا مسلط کېدو ورسته ژمنه کړې وه چې ۴۰زره افغانان به قبول کړي او تر دې دمه یې ۳۹۷۳۰ کسان دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

کاناډا له هغه وروسته دا اعلان وکړ چې د هغو خلکو د امنیت او ژوند په اړه اندېښنې پیدا شوې چې د کاناډا په پروژو او د افغانستان په مخکني حکومت کې یې کار کړی و.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې تر دې دمه یې ۳۹۷۳۰ افغانان په دغه هېواد کې مېشت کړي ‌دي. د دغو کسانو تر نیمایي زیات یې د کاناډا د هغه بشري پروګرام په اساس انتقال شوي چې د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو، د قومي او مذهبي اقلیتونو وګړو ته په پام کې نیول شوی.

په دې سربېره ۱۲۰۰۰ نور هغه افغانان هم کاناډا ته انتقال کړل شوي چې د دغه هېواد له حکومت سره یې کار کړی و.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت د ادارې یو مقام میري روز سابتر امریکا غږ ته وویل چې د افغانانو د مېشت کولو په برخه کې د کاناډا پروګرام له متحدو ایالتونو وروسته په نړۍ کې یو غوره پروګرام دی.

په کاناډا کې د مېشت کړل شویو افغانانو له ډلې څخه یې ۱۷۰۰۰ هغه ښځې دي، چې په مخکني حکومت کې یې کار کاوه او یا قانون جوړوونکې او مدني فعالانې وې.

کاناډا پلان لري چې د روان کال تر پای پورې د ۴۰زرو افغانانو له مېشت کولو وروسته هغه افغانان هم کاناډا ته انتقال کړي چې په خپل هېواد کې یې ژوند په خطر کې دی.

سابتر وویل: «افغانان د عادي مهاجرت، اقتصادي مهاجرت او له کورنیو سره د یو ځای کېدو پروګرامونو کې واجد شرایط کېدلای شي... د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې او نورې نړیوالې ادارې کولای شي چې هغوی د مېشت کولو نوي پروګرام ته معرفي کړي. کاناډایان هم کولای شي چې مهاجرین کاناډا ته د راتګ لپاره حمایت کړي.»

د کاناډا حکومت د افغانانو د مېشت کولو لپاره شاوخوا ۶۱۵ میلیون امریکايي ډالر ځانګړي دي، چې نویو ورغلیو کورنیو ته د ۱۲ میاشتو د لګښتونو ورکول په کې شامل دي.

د دې پروګرام له لارې هر افغان چې کاناډا ته رسېږي او مېشت کېږي، ورته د دغه هېواد دایمي‌ اسناد ورکول کېږي. کاناډا دغه هېواد ته د مهاجرینو تر ورتګ مخکې په بل هېواد کې د هغوی اسناد ارزوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG