د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې میرمنې څومره د پولیو په اړه پوهېږي؟


د افغانستان د مرکز کابل په ګډون دهیواد په ټولو ولایتونو کی دپولیو ویروس د مخنیوي لپاره د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او نور صحي سازمانونه عملا لاس پکار دي او هره ورځ ددی ویروس د زیانونو په هکله خلکو ته له بیلابیلو لارو پوهاوی ورکول کیږي.

په پلازمینه کې دپوهاوي له زیاتیدو سره ګڼ شمیر میندو توجه دخپلو اولادونو روغتیا ته زیاته کړې ده، دوی وایي چې دپولیو په رابطه اوس په ډیر څه پوهې شوې او دناروغیو دمخنیوي لپاره خپل اولادونه د واکسین په ټولو دورو کی واکسین کوي.

ثریا چې دکابل ښار اوسیدونکې ده وویل چې ترپنځه کلنۍ کم د دوو اولادونو واکسینول ورته تر هرڅه مهم دي.

هغې وویل: ”ماته دخپلو ټولو بچیانو صحت اولیت لري، مخکی وختونو کې به دومره زیات مونږ ته معلومات نه و چېماشومانو ته واکسین ورکول څه ګټه لري که نه، خو کله ناکله به مو ورکول اوکله به همداسی بی واکسینو پاتی کیدل، اوس د واکسین له ګټو خبریو او هیڅکله زه مې دا خپل دوه اولادونه چې عمر یې د واکسین دی داسې نه پرېږدم او هر ځل واکسین کوم.“

د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې حبیبې امریکا غږ ته وویل چې دپولیو په هکله یې له بېلابېلو لارو پوهاوی حاصل کړی او د ګوزڼ ویروس په زیانونو پوهیږي نو ځکه اوس خپل شاوخوا فامیلونو سره هم خپل معلومات شریکوي چې د واکسین تطبیق ته لازیات پام وشي.

هغه وايي: ”ما به کله کله ځینو برنامو کې اشتراک هم درلود او زیات وخت له نورو لارو هم خپل معلومات راغونډوم چې دپولیو یا نورو ټولنیزو مسایلو په هکله، نو اوس زما ټول کوښښ دا وي چې زه نور فامیلونه وهڅوم چې د واکسین تطبیق ته په وخت اماده ګي ولري او اول خپل ځان بیا نور فامیلونه باید له فلج یا نورو ناروغیو نه وساتو.“

له بل لوري کابل کی صحی مسولین هم د میندو توجه د خپلو اولادونو د واکسین او حفظ الصحې په رابطه مهمه یادوی او زیاتوي چی له پولیو څخه دماشومانو خوندي ساتلو کې دمیندو رول ډېر مهم دی. دکابل د صحت طفل په روغتون کی د ماشومانو دبرخې متخصص داکټر عصمت الله حامد په دی هکله وویل: ”میندې او د دوی رول دماشوم په روزنه کی کاملاً تاثیر ګذاره دی. که میندې د خپلو اولادونو حفظ الصحه مراعت نکړي خدای مکړه ددوی اولادونه په مختلفو ساري او غیر ساري امراضو اخته کیږي. همداشان که خوراک پوښاک بخش ته توجه ونکړي هم اولادونه یې سالم نه راځي او ترټولو مهم په کې واکسین کول دي په مختلفو دورو کې یعنې له زیږون وروسته تر یوې کلنۍ باید یو ماشوم په منظمه توګه پنځه ځله واکسینونه واخلي چې پدې کې پولیو راځي، سرخکان راځي همداسې نور روټین واکسینونه یعني د واکسینونو په منظمه توګه تطبیقول ماشومان له ویروسي او ساري امراضو په ښه او بهتره شکل وقایه کولای شي او دما خواست میندو ته دا دی چې تر هرچا زیات باید دوی دخپلو اولادونو روغتیا په پام کی ونیسي.“

روغتیاپالان اندیښنه څرګندوي چی د کابل په شمول لاهم دهیواد په ځینو سیمو کې میندې دخپلو اولادونو سالمه روزنه او هغوی ته پر وخت واکسین ورکول جدي نه ګڼي چې له امله یې په هیواد کی د ګوزڼ مثبتې پیښې لاهم شتون لري او که پر وخت یی مخنیوی ونشي مختلفو سیمو ته سرایت پیدا کولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG