د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا په برخه کې رسنیزو نشراتو په خلکو د پام وړ اغیز کړی – د فراه اوسیدونکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د دې ولایت کلیوال اوسیدونکي وایي چې د رسنیو روغتیايي خپرونې د دې لامل ګرځيدلي چې د کورنیو نارینه او ښځینه غړي د ګوزڼ ضد واکسین په شمول د خطرناکو ناروغیو په تړاو ګټور معلومات تر لاسه کړي.

په ورته مهال په فراه کې د رسنیو مسؤولان وايي چې د رسنیو عامه پوهاوی ځکه اغیزمن دی چې په آسانۍ د کورنیو تر هر غړي رسیږي.

د فراه په لیرې پرتو سیمو کې لا هم ډیرې داسې کورنۍ شته چې ټول غړي یې د سواد له نعمت څخه محروم او د روغتیا په شمول د زیاتو مهمو موضوعات په ارزښت نه پوهیږي.

خان محمد، د فراه د پشت رود ولسوالۍ اوسیدونکی وایي چې په یو شمېر کلیوالو سیمو کې سواد په بشپړه توګه په نشت حساب دی.

نوموړي وویل: " تاسو پوهیږی چې په دې ۴۰ کلونو کې خلک څومره له ستونزو سره مخ وو. جګړې له یوه اړخه او ټولنیز مشکلات له بله اړخه ډیر افغانان له سواد څخه محروم کړل، خو اوس ښه خبره دا ده چې راډیو ګانې او تلویزیونه همیشه د پولیو واکسین، پاکوالي او روغتیا د اهمیت په هکله په ساده ژبه تبلیغ کوي."

له دې سره هم مهاله د فراه قومي مخور د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د رسنیو اغیز خورا زیات او د دوام غوښتنه یې کوي.

د فراه یو تن قومي مخور، فتح محمد امریکا غږ ته په دې اړه وویل: "اوس د پخوا په پرتله په لیرې پرتو سیمو کې خلک حد اقل یو کمزوری سولري برق لري او حتی ځینې خلک تلویزیون هم ګوري، خو راډیو ته ټول خلک په آسانۍ لاسرسۍ لري او ترې استفاده کوي."

د نوموړي په وینا، که راډیوګانې د صحت په باره کې خپلو نشراتو ته دوام ورکړي دا به ډیر اغیز ولري او خلک به خپل ماشومان د پولیو او نورو ناروغیو په مقابل کې واکسین کړي.

بل پلو، په فراه کې د رسنیو مسؤولان په دې برخه کې د رسنیو اغیز محسوس او د پولیو په شمول د ټولو ناروغیو په تړاو چې اوس مهال یې افغان ماشومان له خطر سره مخ کړي دي د لا زیاتو خپرونو د تنظیم ډاډ ورکوي.

ابراهیم پرهار، چې د یوې خصوصي راډیو مسؤول دی وايي، چې نشراتو یې د پام وړ اغیز کړی او هڅه دا ده چې د عامه پوهاوي دغه بهیر نور هم وغځوي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "په ټوله کې رسنۍ خپل خاص ارزښت لري چې ټولنې ترې متاثره شوي دي، په ځانګړي ډول له دې ډلې د عامه پوهاوي خپرونې لرو چې د یو شمېر ناروغیو لکه د پولیو د واکسین په تړاو معلومات خپروو او خلک ترې اغیزمن کیږي او له دې لارې زیات پوهیدلي دي."

د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ درملنه نه لري، خو مخنیوی یې په دوه څاڅکو واکسین شونې دی، چې د رسنیو په ګډون د ټولنې د اغیزمنو کسانو مبارزه د یادې ناروغۍ په ورک کولو کې پریکنده اغیز لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG