د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق سره د خلکو لیوالتیا زیاته شوې

د بغلان اوسیدونکي هم د واکسین په ګټو پوهیږي او وایي چې په لریو پرتو سیمو کې لا هم داسې کورنۍ شته چې له واکسینه انکار کوي نو روغتیايي چارواکو ته په کار ده چې د هغوی د رضایت لپاره دې د عامه پوهاوي پراګرامونه پلي کړي.

د بغلان ولسي مشران وایي چې د پولیو ضد واکسین په ګټو پوه شوي او د پخوا په پرتله په هر کمپاین کې ماشومانو ته ددغه واکسین څاڅکي ورکوي.

د بغلان یو قومي مشر، میراجان عمرخیل امریکا غږ ته وویل چې اوس تر بل هر وخت زیات خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو ته لیواله دي.

عمرخېل چې په تېر کمپاین کې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړی له خلکو هم غوښتنه لري چې د اولادونو د روغ صحت لپاره دې هغوی له واکسین نه محروموي.

هغه وویل چې د واکسین د پروسې بیا پیلیدو موږ ډیر خوشحاله کړي یو او له حکومت څخه مننه کوو چې بیرته یې دغه پروګرام ته امادګي ونیوله او زموږ ماشومان یې له ګوزڼ او نورو مرضونو څخه خوندي کړل.

هغه زیاته کړه، موږ هیله لرو چې د روغتیا وزارت به د لرې پرتو سیمو لپاره هم پروګرامونه جوړ کړي او هغوی هم واکسین ته چمتو کړي.

د بغلان اوسیدونکي هم د واکسین په ګټو پوهیږي او وایي چې په لریو پرتو سیمو کې لا هم داسې کورنۍ شته چې له واکسینه انکار کوي نو روغتیايي چارواکو ته په کار ده چې د هغوی د رضایت لپاره دې د عامه پوهاوي پراګرامونه پلي کړي.

دوی زیاتوي چې په دې سیمو کې اکثره خلک د ګوزڼ ویروس له نوم سره بلد نه دي او د قناعت لپاره یې باید له هرې ممکنې لارې کار واخېستل شي.

د بغلان اوسیدونکي، محمد عمر امریکا غږ ته وویل: "مونږ د روغتیا له وزارت څخه جدي غوښتنه لرو چې دغه واکسین دې لیرې پرتو سیمو ته هم واستوي. د لرې پرتو سیمو خلک ډیر بی وزله دي. هغوې واکسین ندی لیدلی او نه پوهیږي چې څه ګټې لري، نو د روغتیا مسؤولین باید دا خلک پوه کړي."

دغه اوسیدونکي د پولیو سره روانه مبارزه ستایي خو زیاتوي چې د پولیو ویروس د له منځه وړولو لپاره د ګوزڼ د څاڅکو د ښه تطبیق لپاره په لریو پرتو سیمو کې د نارینه رضاکارانو ترڅنګ ښځینوو ته هم د پولیو په پروسه کې پراخه ونډه ورکړل شي، ترڅو ټول ماشومان واکسین او د ټولنې شته حساسیتونه له منځه ولاړ شي.

د بغلان یو بل اوسیدونکی، ګل عالم وايي: "د کورنیو ښځینه غړو ته هم باید د واکسین د ګټو په اړه لازمه توصیه او پوهاوی ورکړل شي. ښځینه کارکوونکي هم باید کلیو او لرې پرتو سیمو ته ولیږل شي، څو د کور مېرمنو ته مشوره ورکړي او واکسین کولو ته یې وهڅوي. ډیرې میرمنې لا هم د واکسین له ګټو نه دي خبر، دوی باید د واکسین له ګټو خبر شي."

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د پولیو پر وړاندې ښه مبارزه شوې او د پولیو په ویروس اخته ټول ماشومان واکسین شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG