د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: بغلان کې د پولیو ضد وروستی کمپاین بریالی و


د افغانستان په بلخ ولایت کې د پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم د پولیو واکسین څاڅکي ترلاسه کوي.
د افغانستان په بلخ ولایت کې د پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم د پولیو واکسین څاڅکي ترلاسه کوي.

روغتیایي چارواکي او واکسیناتوران وایي چې بغلان کې د بیلابیلو ننګونو سربیره د پولیو ضد وروستی کمپاین په بریالیتوب سره ترسره شو.

په کندز ولایت کې پر واکسیناتورانو له برید وروسته د افغانستان په شمال کې د پولیو ضد کمپاینونو په وړاندې ځینې ستونزې راولاړې شوې وې، خو په وروستي کمپاین کې رضاکاران په دې وتوانیدل چې آن په هغه سیمو کې چې د جګړې راپورنه ترې ورکول کیږي هم ماشومان واکسین کړي.

په بغلان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، مسعود احمدي امریکا غږ ته وویل: ”موږ پرته له کومې ویرې او ستونزې د رضاکارانو او خلکو په مرسته کور په کور کمپاین ترسره کړ او په ترڅ کې مو ۳۰۰۰۰۰ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړل، چې د ټاکلي هدف ۹۸ سلنه جوړوي “.

نوموړي زیاته کړه: ”موږ د خلکو له همکارۍ چې په ‌ډیرې لیوالتیا سره ېې خپل ماشومان واکسین ته راکاږل مننه کوو او غوښتنه مو دا ده چې په راتلونکو کمپاینونو کې هم له واکسیناتورانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

د یادونې وړ ده چې د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې چې کله ناکله ترې د جګړې راپورونه ورکول کیږي هم له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته کور په کور واکسین تطبیق شو.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، ډاکټر فیصل پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”په اندراب ولسوالۍ کې پخوا ځینې ستونزې شتون درلود، خو اوس د ولایتي همکارانو په مرسته دغه ستونزې هوارې شوي او رضاکاران وتوانیدل چی په ډاډمنه توګه ماشومان واکسین کړي.

په ورته مهال د بغلان یو شمېر اوسیدونکي وایي چې پخوا به په جومات په جومات کمپاینونو کې ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، خو دا ځل چې کمپاین کور په کور ترسره شو هیڅ راز ستونزه پکې نه لیدل کیده او ټول ماشومان په منظم ډول واکسین شول.

د بغلان ولایت عادي اوسیدونکي د عامې روغتيا رياست د کور په کور کمپاین د ترسره کیدو له پریکړې هرکلی کوي او غواړي چې په راتلونکي کې هم دغه کړنلاره دوام ومومي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې ګوزڼ یوه ناعلاجه ناروغي ده او دوه څاڅکي واکسین کولای شي د ماشومانو ژوند وژغوري.

XS
SM
MD
LG