د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو د له منځه وړلو لپاره د یوې لور او پلار نه ستړي کیدونکې هلې ځلې


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

ریتا رمضاني هغه پېغله واکسیناتوره ده چې د خپل سپین ږېري پلار سره د هر کور تر دروازې ځي او د پولیو ناروغۍ د ګټې او زیانونو سربیره وړو ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) څاڅکي ورکوي.

دوی د پولیو د کمپاین د ښه تطبیق په خاطر د عامه پوهاوي د برنامو ترڅنګ په یادې پروسې کې د ښځو په پراخ ګډون ټینګار کوي او له اړوندو ادارو غواړي چې د پولیو په پروسه کې میرمنو ته ډيره برخه ورکړي.

ریتا وایي چې د ګوزڼ سره د مبارزې په برخه کې یې د خپل سپین ږیري پلار نورخان ملتیا همت وربښلی او همدا لامل دی چې له اوږدې مودې د ماشومانو په واکسینولو کې کار کوي.

میرمن ریتا امریکاغږ سره په خبرو کې وویل چې تېرکلونو ته په کتو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې خو اړتیا شته چې روغتیا وزارت د ګوزڼ ضد واکسین د ارزښت لپاره ولسونو ته د عامه پوهاوي پراګرامونه په لار واچوي.

نوموړې په دې پروسه کې د میرمنو پر ونډې ټینګار کوي او زیاتوي چې د واکسین د څاڅکو د ښه تطبیق په برخه کې باید میرمنو ته ډیره ونډه ورکړل شي.

هغې زیاته کړه: "غوښتنه مې له صحت عامې څخه دا ده چې باید میرمنو ته زمینه برابره کړي، ځکه میرمنې نه یوازې دې برخې ته ضرورت لري بلکې دوی کولی شي چې کور دننه لاړې شي او هلته میرمنو سره خبرې وکړي."

د افغانستان په ډیرو سیمو کې دودېزې او کلتوري مسلو له ځینو خلکو خپل حقونو اخیستي او وخت نا وخت پکې یو شمېر خلک د پولیو واکسین له دیني اړخه حرام بولي.

د ریتا په عمر پوخ پلار، نورخان چې له تېرو اتلسو کلونو ماشومانو ته د واکسین څاڅکو په ورکړه بوخت دی وایي چې په دې پروسه کې د میرمنو ګډون اړین دی او هغوی کولی شي چې په آسانه توګه یو کور ته دننه شي او هغوی ته قناعت ورکړي.

ښاغلي نور خان امریکا غږ ته وویل: "په دې پروسه کې میرمنو ته ډېره اړتیا ده ځکه چې د خلکو د پوهاوي کچه ډېره ټېټه شوې او که چېرته د پولیو دوه نارینه رضاکار وي، هغوی نشي کولی چې د خلکو کورته لاړ شي ځکه اجازه نه لري نو یوې میرمنې او یا د میرمنې سره محرم ته اړتیا شته چې دا کار وکړي."

د پولیو واکسین یو بل رضاکار، بشیر بیا هغه ځوان دی چې له یوکال راهیسې د پولیو په کمپاین کې کار کوي. هغه له امریکا غږ سره د خبرو پرمهال وویل چې د پخوا پرتله خلک اوس د ګوزڼ ضد واکسین ته لیواله دي او هغه ټول ماشومان واکسینوي چې د یادې ناروغۍ تراغېز لاندې وي.

دی له خلکو غواړي چې د ماشومانو د واکسین په برخه کې له دوی سره همکار شي.

هغه زیاته کړه: "له ډېرې مودې راهیسې د کمپاین برخه کې رضاکار یمه، په منطقه کې ګرځو او ماشومانو ته واکسین ورکوو او له خلکو غواړو چې خپل ماشومان واکسین کړي.

بلخوا یو شمیر هغه کورنۍ هم ماشومانو ته د واکسین د څاڅکو په ورکړې ټینګار کوي چې په ټولو کمپاینونو کې یې خپل اولادونه واکسین کړي دي.

له دې جملې میرزا جان امریکا غږ ته وویل: "واکسینونه هرکله راغلي، او مونږ هم خپل ټول بچیان او لمسیان واکسین کړي. زما ټولو نه دغه غوښتنه ده چې هر جومات ته واکسین لپاره ورشي او خپل بچیان واکسین کړي ترڅو دغه مرضونه کم او یا په بشپړه توګه ورک شي."

که څه هم په وروستیو کلونو کې د پولیو ویروس پر وړاندې ښه مبارزه شوې، خو هغه ولسونه چې د ګوزڼ ناروغۍ په زیانونو پوهیږي ده دغې ناروغۍ سره د مبارزې په چټکتیا ټینګار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG