د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ لیرو ولسوالیو کې هم د ګوزڼ واکسین پروګرام عملي کېږي- مسئولین


د پولیو واکسین
د پولیو واکسین

د پولیو واکسین مسؤولین وايي چې د افغانستان د ختیځ ولایت کونړ په هغو لرو ولسوالیو ته هم د ګوزڼ واکسین پروګرام تطبیقوي چې له اوږدې مودې په کې د جګړو او نورو ستونزو له امله رسیدګي سخته وه.

دیني علما وایي یاد واکسین له دیني اړخه کوم مشکل نه لري او ټول علما په دې باور دي چې د خلکو په عامه ذهنیت کار وشي چې ماشومان په راتلونکي کې د ګوزڼ ناروغۍ د ګواښ سره مخامخ نه شي.

دیني عالم، خادم الله امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې وایي دوی له ممبر او عامو مجالسو پر مټ د خلکو عامه ذهنیت سازي کوي او د واکسین کوونکو کلک لاسینوی کوي تر څو د هر کور تر دروازې یې ورسوي او ماشومان واکسین کړي.

نوموړي وویل: "مخکې زمونږ په دې علاقه کې بې امنیتي او جګړې وې، واکسین نه کیدل او دا پروګرامونه نه وو. خلکو ممانعت کولو خو اوس الحمدالله چې اسلامی امارت راغلی دی، نو اوس واکسین هم کیږی او مشران ټول زمونږ همکار دي. دروازه په دروازه کوڅه په کوڅه باندې ګرځي هغه ماشومان چې واکسین ورته نه وی شوي هغه واکسین کوي. نو د واکسینو کمپاین چې پیل شي به منظم شکل سرته رسیږي."

هغه همدارنګه وایي د ګوزڼ واکسین له دیني اړخه هیڅ مشکل نه لري او ټول علما په یو غږ په کونړ ولایت کې د دغه واکسین د تطبیق لپاره هڅې کوي. د نومړي په وینا، اوږده موده یې د یو شمېر کورنیو سره ناندرۍ وهلي تر څو یې قانع کړي او خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي او په دغه چاره کې بریالي شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه: "بعضې ماشومان په کې داسې وي چې فلج کیږي، بعضو ته نور مشکلات پیدا کیږي، نه علما د دې ممانعت کوي او نه شریعت له پلوه کوم مشکل شته، ځکه د هر مرض لپاره علاج شته، او ټولو ته بهتره معلوم ده چې دا واکسین د کوم مرض لپاره استعمالیږي."

د نومړي په وینا، شریعت کې د دې کوم ممانعت نشته چې واکسین دې نه کیږي، ځکه کوم کار چې حرام وي نو علما بیا د هغې ممانعت کوي خو واکسین کوم مشکل نه لري. نو د کونړ علما قومی مشران ټول مونږ همکار یو او همکاري کوو.

بل لور د قیام په نوم ښوونکي امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، په لرو پرتو ولسوالیو کې د جګړو پر وخت د ګوزڼ واکسین کولو ته هیڅ ډول زمینه نه وه برابره او د اکثریت هغو کلو ماشومان به له واکسین کولو پاتې کېدل چې په غریزو سیمو کې ژوند کوي.

خو په خبره یې په وروستیو کې ټولو سیمو ته رسېدنه د نورو وختونو سره په لوی توپیر ښه کېږي.

ښاغلی قیام وایي، دوی په ښوونځیو کې هم ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د کولو په ګټو باندې خبرې کوي چې په لنډه موده کې یې ښه پایله ورکړې ده.

نوموړي وویل: "مخکې یو څه اندازه ستونزې وې، ځینو سیمو ته واکسین نه رسیدل، هلته دغه مرضونه موجودې وو. خو اوس هر ځای ته دغه واکسین رسیږي او دا شان مرضونه ختم شوی دي. خلک باید پوه

شي چې دغه ناروغي خطرناکه ده او واکسین یې د حل لاره ده، نو که څوک په هواره کې ژوند کوي او یا په غره کې، ټولو ته باید واکسین وشي.

د نوموړي په وینا، ډاکټرانو راته ویلي چې واکسین وکړئ نو د هر مرض د تداوۍ لپاره الله داوايي او ډاکتران رالیږلي دي.

سره له دې ټولو تدابیرو، بیا هم ختیځ د افغانستان په کچه د ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ دی تېر کال په کې شيږ مثبتې انساني پېښې رامنځته شوې او ګڼ د چاپیریال څخه اخستل شوي سمپلونه مثبت و.

خو په کابل کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې دې ته نږدې شوي تر څو د ګوزڼ ویروس په افغانستان کې د تل لپاره محوه او د راتلوونکو نسلونو ژوند له دې وژونکې ناروغۍ وژغوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG