د لاس رسي وړ اتصالات

ګوزڼ د کورنیو د نورو غړو رواني او فکري ثبات ته هم زیان رسوي - ډاکټران


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په فراه کې په ګوزڼ ناروغۍ اخته کسان وایي، د یادې ناروغۍ له کبله یې د ټولې کورنۍ خوشحالي له منځه تللې او د کورنۍ غړي یې له سخت رواني فشار څخه کړیږي.

بلخوا، د دې ولایت ډاکټران هم وايي، چې په دغو کورنیو کې د روانې روغتیا ستونزه د ناهیلیو او ناسمو پرېکړو پایله ده.

ګوزڼ هغه لاعلاجه ناروغي ده چې نه یوازې له سالم انسان څخه د روغتیا قیمتي نعمت اخلي، بلکې د کورنۍ د نورو غړو رواني او فکري ثبات ته هم جدي زیان رسوي.

محمد قایم چې په ماشومتوب کې د ګوزڼ ناروغۍ ښکار ګرځيدلی وایي، ژوند یې له سختیو ډک دی او دا چې له یوه اړخه د کورنۍ د اوږو بار او له بله اړخه ناروغي یې لا علاجه ده، نو کورنۍ یې سخته ځوریږي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "زه خدای پاک روغ او جوړ پيدا کړم، خو د کورنۍ د مشرانو د ناپامۍ په نتیجه کې ما د خپلو روغو پښو لوی نعمت له لاسه ورکړ، او د پولیو د بدمرغه ناروغۍ ښکار و ګرځیدم."

هغه زیاته کړه، زه د خپلې کورنۍ د اوږو بار یم او ناروغي مې هم درملنه نه لري، زما د کورنۍ ډیر غړي زما د معلولیت له امله ځوریږي او تر فشار لاندې دي.

نوموړی له ټولو کورنیو څخه غواړي چې خپل ماشومان د معلولیت له بدمرغه برخلیک څخه وژغوري.

ښاغلي قایم وویل: "د خپلو ماشومانو نه واکسین کول او یا له واکسین څخه انکار د ماشومانو په حق کې هغه ستر ظلم دی چې هیڅ جبران نه لري او کله چې په کورنۍ کې ماشوم په ګوزڼ اخته شي، بیا پښیماني هیڅ ګټه نلري. زما په نظر د ماشومانو واکسین یو لوی مسؤولیت دی."

له دې سره هم مهاله د رواني او عصبي ناروغیو ډاکتران وایي، په هغه کورنیو کې چې معلول کسان یا صعب العلاج ناروغان موجود وي، د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ د رواني ناروغیو کچه هم لوړه وي.

د عصبي او روانې ناروغیو ډاکټر، حمزه فراهي بیا د رواني روغتیا ستونزه په دې ډول حالاتو کې د ناسمو پریکړو او او ناهیلویو پایله بولي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "هغه میندې او پلرونه چې خپل ګلالي ماشومان نه واکسینوي او د هغوی په وړاندې د مسؤولیت احساس نه کوي، او بیا وروسته یې ماشومان خدای مه کړه فلج یا معلول شي، نو دوی بیا د ټول عمر لپاره د پښیمانۍ احساس لري نو دغه احساس د دوی لپاره یو ډول عذاب وجدان دی او د دې باعث ګرځي چې رواني صحت یې سخت زیان سره مخ شي."

ډاکټران او د روغتیایې چارو بنسټونه په ټینګار سره وایي چې ګوزڼ درملنه نه لري او کورنۍ باید د خپلو ماشومانو د ښې روغتیا په موخه ټول واکسین کړي او په دې برخه کې هر ډول بیغوري د نه جبرانیدونکي زیان لامل ګرځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG