د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې زده کوونکي وايي د پولیو په وړاندې مبارزې کې مرسته کوي


د پولیو کمپاین
د پولیو کمپاین

په فراه کې د ښوونځیو زده کوونکو او د پوهنتون محصلینو ژمنه وکړه چې د پولیو پر وړاندې په روانه مبارزه کې به همکاري کوي.

دغه راز د روغتيا مسؤولين د يادو کسانو همکاري اړينه او ګټوره ګڼي او د لا زياتو همکاريو غوښتنه کوي.

د فراه ولايت لوستي خلک په ځانګړې توګه د ښوونځيو زده کوونکي او د پوهنتونونو محصلینو د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکوي.

محمد رضا چې د فراه د لوړو زده کړو د دويم کال محصل دى وايي، هڅه کوي چې د روغتيا په ګډون د بېلابېلو ټولنيزو ستونزو په اړه له عامو خلکو سره معلومات شريک کړي.

نوموړي وویل: "زمونږ ټولنه تقریباً یوه بیسواده ټولنه ده، ډیری خلک یې سواد نه لري مونږ باید له دوی سره مرسته وکړو، په هغه شیانو چې دوی نه پوهیږي لکه د پولیو د تاوانونو او د واکسین د ګټو په باره کې باید دوی ته معلومات ورکړو. هر څوک باید کوښښ وکړي چې خپل تر وسه پوری لارښوونه وکړي."

په ورته وخت کې اختر محمد چې د ښوونځي یو له زده کوونکی ځخه دی، د ګوزڼ په محوې کې د لوستو خلکو د اغیز په اړه دا نظر لري: "هر فامیل په ښونځي، مدرسې او یا پوهنتون کې یو شاګرد لري، نو چې هر شاګر د پولیو د واکسین پیغام خپل تر کوره ورسوي، هیڅ ماشوم د واکسین څخه محروم نه پاته کیږي."

بل خوا د روغتیا چارواکي هم د ښوونیزو مرکزونو له زده کوونکو سره مرسته او ونډې اغېزمنې ګڼي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي احسان الله شاکر، وایي زده کوونکي او محصلان د شمېر له مخې زیات او د پيغام رسونې له اړخه اغیزمن دي.

نوموړي وویل: "د هغوی ګډون مونږ ډير مؤثر بولو، ځکه چې دوی هر ځای شته، او دا هغه خلک دي چې په ټولنه او د خلکو په منځ کې اوسیږي، د دوی خبرې د خلکو پر ذهنونو ښه تاثیر لري، نو که دوی په دې برخه کې مرسته وکړي نو دا به ډیره ښه نتیجه ولري."

له دې وړاندې دیني عالمانو، ښوونکو، ولسي مشرانو هم د ګوزڼ ضد مبارزې په برخه کې د خپلو همکاریو ژمنه کړې ده چې مسؤولین دا اقدام ډیر اړین بولي او وايي چې له دې پرته په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس محوه کول ناشوني بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG