د لاس رسي وړ اتصالات

د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه د امریکا او نړۍ د مشرانو غبرګونونه

د امریکا د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکو او نړیوالو مشرانو وروسته له هغه غبرګونونه ښودلي چې د شنبې په ورځ سهار وختي امریکا او اسرائیلو په ایران باندې پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

د امریکا د سنا د اکثریت مشر جان ټیون وویل، د ایران "نه ستړې کېدونکي" اټومي ارمانونه، د بالیستیک توغندیو د زېرمو پراختیا، او په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ "د امریکا وسله والو ځواکونو، د سیمې اتباعو او زموږ د ډیرو متحدینو لپاره یو څرګند او د نه منلو وړ ګواښ دی."

د استازو جرګې مشر مایک جانسن وویل: «نن ایران د خپلو ناوړه کړنو له سختو پایلو سره مخ دی.» هغه ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ او حکومت یې «هره هڅه کړې څو د ایراني رژیم د دوامداره اټومي ارمانونو او پراختیا، ترهګرۍ، د امریکایانو د وژنې او حتی د خپلو خلکو د وژنې، په غبرګون کې سوله‌ییز او دیپلوماتیک حل لارې تعقیب کړي.»

جانسن وویل، د ټرمپ ادارې د همدې اوونۍ په پیل کې «اته کسیزې ډلې» ته معلومات ورکړي وو چې پکې د سنا او استازو جرګې د دواړو ګوندونو مشران، او د سنا او استازو جرګې د استخباراتي کمېټو مشران او لوړپوړي غړي شامل دي او هغوی ته یې ویلي وو چې کېدای شي د امریکايي سرتېرو او اتباعو د ساتنې لپاره پوځي اقدام اړین شي.

د استازو جرګې د اقلیت مشر حکیم جیفریز په یوه اعلامیه کې ایران «بد عمل کوونکی» وباله او ویې ویل چې دغه رژیم باید «د بشري حقونو د سرغړونو، اټومي ارمانونو، د ترهګرۍ د ملاتړ او په سیمه کې زموږ د متحدینو لکه اسرائیل او اردن ته د ګواښ له امله د سخت چلند سره مخ شي.»

جیفریز یادونه وکړه چې ولسمشر باید له ایران سره د بریدونو مخکې د کانګرس اجازه ترلاسه کړې وای.

د سنا د اقلیت مشر چک شومر هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل: «ایران ته باید هېڅکله اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسله ترلاسه کړي، خو د امریکا خلک نه غواړي چې په منځني ختیځ کې یو بل اوږد او د لګښتونو ډګ جنګ پیل شي، په داسې حال کې چې په کور دننه ډېرې ستونزې شته.»

نړیوال غبرګونونه

نړیوالو مشرانو هم په ایران کې د امریکا او اسرائیلو د عملیاتو په اړه څرګندونې کړې او ټینګار یې کړی چې ایران باید د اټومي وسلو د پراختیا اجازه ترلاسه نه کړي.

د کاناډا صدراعظم مارک کارني د امریکا له اقدام څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

کارني د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې وویل: «کاناډا د امریکا د اقدام ملاتړ کوي څو ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو څخه راوګرځوي او د هغه رژیم مخه ونیسي چې نړیواله سوله او امنیت ګواښي.»

د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر د ایران «په بشپړه توګه کرکجن» چلند وغنده، چې په وینا یې پکې د خپلو زرګونو وګړو وژل هم شامل دي. سټارمر وویل چې تهران په برېتانیا کې مخالفینو او یهودي ټولنې ته «مستقیم ګواښ» پېښوي.

سټامر زیاته کړه: «یوازې په تېر یوه کال کې هغوی په برېتانیا کې د شلو څخه زیات د احتمالي مرګوني بریدونه ملاتړ کړی دی. نو روښانه ده، هغوی ته باید هېڅکله اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسلې جوړې کړي.»

سټارمر د شنبې په ورځ په سیمه کې پر ټولو د ایران «بې‌توپیره» بریدونه هم وغندل او ویې ویل چې ډېر هدفونه دې شخړې کې دخیل نه دي.

هغه زیاته کړه چې برېتانوي الوتکې « د همغږو سیمه‌ییزو دفاعي عملیاتو د یوې برخې په توګه نن په اسمان کې دي، څو زموږ خلک، زموږ ګټې او زموږ متحدین خوندي کړي، لکه څنګه چې برېتانیا مخکې هم، د نړیوال قانون سره سم، دا کار کړی دی.»

هغه وویل ایران باید له نورو بریدونو ډډه وکړي، د خپل د وسلو پروګرامونه پرېږدي، او د ایرانيانو پر ضد «وېروونکې تاوتریخوالی او ځپنه» پای ته ورسوي.

د اروپایي اتحادیې د کمېسیون مشرې اورشلا ون درلاین په ایران کې روان وضعیت «ډېر د اندیښنې وړ» وباله او ویې ویل چې اروپایي اتحادیه په سیمه کې له خپلو شریکانو سره نږدې تماس لري.

هغې وویل: «اروپایي اتحادیې د ایران د وژونکي رژیم او د سپاه پاسداران انقلاب د کړنو په غبرګون کې پراخ بندیزونه لګولي او تل یې هڅه کړې چې د خبرو اترو له لارې د اټومي او بالستیک پروګرامونو ستونزې حل کړي.»

هغې زیاته کړه: «موږ له ټولو اړخونو غوښتنه کوو چې تر ټولو لوړه کچه زغم وښيي، ملکي وګړي خوندي کړي او نړیوال قانون په بشپړه توګه مراعت کړي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG