د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ژوندی سپینه ماڼۍ امریکا غږ ته: امریکا د هرمز تنګي د محاصرې بهیر پیل کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] اعلان کړی چې هېواد به یې په "لنډ وخت" کې د هرمز تنګي محاصره کول پیل کړي څو لدې ستراتیژیکې لارې د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي.

۰۳:۲۱ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو (IDF) ویاند ایفي دیفرین اعلان وکړ چې د ایران د رژیم دفاعي مشرتابه څو مهم شخصیتونه یې له منځه وړي دي.

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو (IDF) ویاند ایفي دیفرین څوشیبې دمخه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې نن سهار (شنبه د فبرورۍ ۲۸) د اسرائیل هوايي ځواک سلګونو جنګي الوتکو، د اسرائیل د دفاعي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، په ایران کې د هغه ترهګر رژیم اړوند سلګونه پوځي هدفونه وویشتل.

۰۳:۰۰ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ څو شیبې دمخه د امریکا او اسراییل په ګډو پوځي عملیاتو کې د ایران د مذهبی مشر آیت الله علي خامنه یي د وژل کیدو خبر ورکړ.

هغه پخپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشل کي لیکلي دي: "خامنه یي، چې د تاریخ له تر ټولو بدو خلکو څخه یو و، مړ شوی دی. دا نه یوازې د ایران د خلکو لپاره عدالت دی، بلکې د ټولو امریکایانو او هغو خلکو لپاره هم، غوره خبر دی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه دي او د خامنه یي او د هغه د وینې تږي غلو ډلو لخوا وژل شوي یا معیوب شوي دي."



۰۱:۵۱ ۱۰.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا وسله‌والو ځواکونو د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۸مه وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې د «حماسي غضب عملیاتو» په لومړۍ څپه کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سوق او ادارې تاسیسات، د هوايي دفاع وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه او پوځي هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.

د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې د امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې یا ټپي کېدو هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی. په اعلامیه کې راغلي: «د امریکا تاسیساتو ته اوښتی زیان ډېر کم و او پر عملیاتو یې اغېز نه دی کړی.»

۲۳:۱۶ ۹.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکو او نړیوالو مشرانو وروسته له هغه غبرګونونه ښودلي چې د شنبې په ورځ سهار وختي امریکا او اسرائیلو په ایران باندې پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

د امریکا د سنا د اکثریت مشر جان ټیون وویل، د ایران "نه ستړې کېدونکي" اټومي ارمانونه، د بالیستیک توغندیو د زېرمو پراختیا، او په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ "د امریکا وسله والو ځواکونو، د سیمې اتباعو او زموږ د ډیرو متحدینو لپاره یو څرګند او د نه منلو وړ ګواښ دی."

نړیوالو مشرانو هم په ایران کې د امریکا او اسرائیلو د عملیاتو په اړه څرګندونې کړې او ټینګار یې کړی چې ایران باید د اټومي وسلو د پراختیا اجازه ترلاسه نه کړي.

د کاناډا صدراعظم مارک کارني د امریکا له اقدام څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG