د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ژوندی سپینه ماڼۍ امریکا غږ ته: امریکا د هرمز تنګي د محاصرې بهیر پیل کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] اعلان کړی چې هېواد به یې په "لنډ وخت" کې د هرمز تنګي محاصره کول پیل کړي څو لدې ستراتیژیکې لارې د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي.

۲۲:۴۶ ۱۵.۱۲.۱۴۰۴

د ایران پر وړاندې په روانه جکړه کې د اوکراین د همکاریو تر ژمنې وروسته، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې دی د هر هېواد د همکارۍ منلو ته چمتو دی.

د ولسمشر ټرمپ نه چې د پنجشنبې په ورځ مشخصاً د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زېلنسکي لخوا د همکاریو په اړه پوښتنه وشوه نو ده وویل چې یقنناً دی به د هر هېواد همکاري ومني.

د اوکراین ولسمشر پدې اونۍ کې په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي و چې حکومت يې د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا په منځني ختیځ کې د ایران د بې پېلوټو الوتکو د بریدونو د مخنيوي لپاره د همکارۍ غوښتنه ترلاسه کړې.

ولسمشر ټرمپ: د ایران د ډرونونو سره د مقابلې لپاره د هر هېواد همکاري منو

۲۰:۵۵ ۱۵.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل: «له ایران سره به بل هېڅ تړون نه وي پرته لدې چې بې‌قید او شرطه تسلیم شي»
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي او اسراییلي ځواکونو بله ورځ هم په ایران کی پر مهمو هدفونو باندې خپلو بمباریو ته دوام ورکړ .

۲۰:۵۴ ۱۵.۱۲.۱۴۰۴

اسرائیل د جمعې په ورځ (د مارچ شپږمه) د لبنان په پلازمېنه، بیروت، کې تازه هوایي بریدونه کړي او د لبنان په بقا دره کې یې د خلکو د وتلو نور خبرداري هم ورکړي دي.

په لبنان کې تازه بریدونه په داسې حال کې شوي چې اسرائیل د حرب الله ترهګرې ډلې په وړاندې خپل پوځي کمپاین ته شدت ورکړی.


۱۷:۳۲ ۱۵.۱۲.۱۴۰۴


د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ( سینتکام) پخپلې اېکس شبکې کې د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي چې امريکايي پوځيانو د پنجشنبې په ورځ، د مارچ په پنځمه، هغه یوه بېړۍ په نښه کړه چې د ايران بې‌پيلوټه الوتکې يې لېږدولې. د امريکايي چارواکو په وينا، د جسامت له اړخه ددې بېړۍ اندازه د دويمې نړيوالې جګړې د الوتکو وړونکو بېړيو سره برابره وه.


نور پورته کول

XS
SM
MD
LG