د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ژوندی سپینه ماڼۍ امریکا غږ ته: امریکا د هرمز تنګي د محاصرې بهیر پیل کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] اعلان کړی چې هېواد به یې په "لنډ وخت" کې د هرمز تنګي محاصره کول پیل کړي څو لدې ستراتیژیکې لارې د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي.

۱۷:۴۴ ۵.۱.۱۴۰۵

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې د ایران نویو مشرانو، د دې لپاره چې د امریکا او اسرائیلو د برید د پای ته رسولو په اړه نوې خبرې پیل شي، د امریکا لپاره د تیلو او ګازو په تړاو یوه ارزښتناکه «ډالۍ» وړاندې کړې ده.

د امریکا مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دوی د امریکایي لوړپوړو چارواکو سره د امریکا-اسرائیل د هغه عملیاتو د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي چې د دې هېواد د ترهګر رژیم پاتې شوني په نښه کوي.


۲۲:۲۷ ۴.۱.۱۴۰۵


ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جمعې په ورځ فرانسې ته سفر وکړي، چې د جي-۷ هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د رپوټونو له مخې، د امریکا او اسرائیل پوځي عملیات په ایران کې دوام لري او تهران هم پر ګاونډیو هېوادونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ ویلي: "د بهرنیو چارو وزیر به له خپلو سیالانو سره د روسیې او اوکراین د جګړې، د منځني ختیځ د وضعیت، او د نړۍ د سولې پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبرې وکړي."

روبیو د جي۷ له وزیرانو سره پر اوکراین او منځني ختیځ د خبرو لپاره فرانسې ته ځي

د امریکا د متخدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ، مارکو روبیو
د امریکا د متخدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ، مارکو روبیو
۲۲:۲۶ ۴.۱.۱۴۰۵

ولسمشر ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د کوربتوب لپاره د پاکستان وړاندیز خپور کړ

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د کوربتوب وړاندیز کړدی دی، چې د ایران د رژیم د پاتې شونو پر ضد د امریکا او اسرائیل د عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره یوه موافقه شوې حل لاره وموندل شي.

دغه عملیات له دریو اونیو راهېسې روان دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غه وړاندیز خبره په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل کې خپره کړې.

۱۷:۰۵ ۳.۱.۱۴۰۵

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د «ایران له هېواد» سره «ډېرې ښې او ګټورې» خبرې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ نن سه شنبه (مارچ ۲۳) په خپل ټروټ سوشېل کې ولیکل: «خوشحال یم چې خبر درکوم د امریکا متحدو ایالتونو او د ایران هېواد په تېرو دوو ورځو کې په منځني ختیځ کې زموږ د دوښمنیو د بشپړ او هر اړخیز حل په اړه ګټورې او ښې خبرې درلودې...»

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې دا خبرې اترې به د اونۍ په اوږدو کې هم روانې وې.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG