د امریکا وسلهوالو ځواکونو د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۸مه وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې د «حماسي غضب عملیاتو» په لومړۍ څپه کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سوق او ادارې تاسیسات، د هوايي دفاع وړتیاوې، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه او پوځي هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.
د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې د امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې یا ټپي کېدو هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی. په اعلامیه کې راغلي: «د امریکا تاسیساتو ته اوښتی زیان ډېر کم و او پر عملیاتو یې اغېز نه دی کړی.»
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ څو شیبې دمخه د امریکا او اسراییل په ګډو پوځي عملیاتو کې د ایران د مذهبی مشر آیت الله علي خامنه یي د وژل کیدو خبر ورکړ.
هغه پخپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشل کي لیکلي دي: "خامنه یي، چې د تاریخ له تر ټولو بدو خلکو څخه یو و، مړ شوی دی. دا نه یوازې د ایران د خلکو لپاره عدالت دی، بلکې د ټولو امریکایانو او هغو خلکو لپاره هم، غوره خبر دی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه دي او د خامنه یي او د هغه د وینې تږي غلو ډلو لخوا وژل شوي یا معیوب شوي دي."
د اسرائیل د دفاعي ځواکونو (IDF) ویاند ایفي دیفرین اعلان وکړ چې د ایران د رژیم دفاعي مشرتابه څو مهم شخصیتونه یې له منځه وړي دي.
د اسرائیل د دفاعي ځواکونو (IDF) ویاند ایفي دیفرین څوشیبې دمخه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې نن سهار (شنبه د فبرورۍ ۲۸) د اسرائیل هوايي ځواک سلګونو جنګي الوتکو، د اسرائیل د دفاعي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، په ایران کې د هغه ترهګر رژیم اړوند سلګونه پوځي هدفونه وویشتل.
د ایران پر تاسیساتو د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته، د فارس خلیج د ځینو هیوادونو په وړاندې د تهران غچ اخیستونکو غبرګونونو د عربي حکومتونو ترمنځ د نارضایتۍ څپه رامینځته کړې او د ایران پر وړاندې د سیمه ییزې جبهې د جوړولو نښې یې راپارولي دي.
ایران تر اوسه پورې په قطر، بحرین، متحده عربي اماراتو او کویټ د توغندیو بریدونه کړي دي، او ادعا کوي چې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کوي.
سعودي عربستان پر عمان د ایران برید وغانده او په هغو اقداماتو کې یې د عمان سره د "بشپړ پیوستون" اعلان کړ.