د لاس رسي وړ اتصالات

Donald Trump
Donald Trump

ټرمپ: ایران زما له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

۲۲:۲۶ ۴.۱.۱۴۰۵

ولسمشر ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د کوربتوب لپاره د پاکستان وړاندیز خپور کړ

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د کوربتوب وړاندیز کړدی دی، چې د ایران د رژیم د پاتې شونو پر ضد د امریکا او اسرائیل د عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره یوه موافقه شوې حل لاره وموندل شي.

دغه عملیات له دریو اونیو راهېسې روان دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غه وړاندیز خبره په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل کې خپره کړې.

۲۲:۲۷ ۴.۱.۱۴۰۵


ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جمعې په ورځ فرانسې ته سفر وکړي، چې د جي-۷ هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د رپوټونو له مخې، د امریکا او اسرائیل پوځي عملیات په ایران کې دوام لري او تهران هم پر ګاونډیو هېوادونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ ویلي: "د بهرنیو چارو وزیر به له خپلو سیالانو سره د روسیې او اوکراین د جګړې، د منځني ختیځ د وضعیت، او د نړۍ د سولې پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبرې وکړي."

روبیو د جي۷ له وزیرانو سره پر اوکراین او منځني ختیځ د خبرو لپاره فرانسې ته ځي

د امریکا د متخدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ، مارکو روبیو
د امریکا د متخدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ، مارکو روبیو
۱۷:۴۴ ۵.۱.۱۴۰۵

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې د ایران نویو مشرانو، د دې لپاره چې د امریکا او اسرائیلو د برید د پای ته رسولو په اړه نوې خبرې پیل شي، د امریکا لپاره د تیلو او ګازو په تړاو یوه ارزښتناکه «ډالۍ» وړاندې کړې ده.

د امریکا مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دوی د امریکایي لوړپوړو چارواکو سره د امریکا-اسرائیل د هغه عملیاتو د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي چې د دې هېواد د ترهګر رژیم پاتې شوني په نښه کوي.


۱۷:۵۳ ۶.۱.۱۴۰۵

سپینه ماڼۍ وایي چې متحدو ایالاتونو په تیرو دریو ورځو کې د ایران د ترهګر رژیم له پاتې عناصرو سره " ګټورې خبرې"درلودې.

سپینې ماڼۍ ددې مطلب په څرګندولو سره ویلي ښکاري چې تهران د امریکا – اسرائیل له ۲۶ ورځنۍ جګړې څخه "وتل" غواړي کوم چې له امله یې د هغه رژیم نظامي قابلیتونه له منځه تللي دي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG