د لاس رسي وړ اتصالات

ایران افغان سفیر احضار کړی؛ وايي سفارت ته یې سپکاوی شوی


ایراني چارواکي وايي مظاهره کوونکو یې کابل کې د سفارت سپکاوی کړی
ایراني چارواکي وايي مظاهره کوونکو یې کابل کې د سفارت سپکاوی کړی

د ایران حکومت په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته د شوې مظاهرې په اړه احضار کړی دی.

ایراني چارواکو په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته د ځینو مظاهره کوونکو اقدام "له سپکاوي ډک او تعرض" بللی دی.

د ایران دولتي رسنۍ وايي‌ چې د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر سید رسول موسوي له افغان سفیر عبدالغفور لیوال سره په خبرو کې "د دواړو هېوادونو په اړیکو باندې د دغه ډول کوچنیو ډلو د غلطو اقدماتو د اغیزو په اړه اندېښنه" ښودلې ده.

څو ورځې مخکې په کابل کې د «حزب همبستکي افغانستان» ځینو غړو او نورو مظاهره کوونکو د اعتراض په ډول د ایران د سفارت په دروازې سور رنګ وپاشه او د هغه هېواد د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي تصویر او بیرغ یې وسوځول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان سفیر د ایران اعتراض لیګ ترلاسه کړی او وايي چې د قانون له مخې خلکو په کابل کې سوله ایز او مدني اعتراض کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي که دافغانستان د قانون په اساس په دغه اعتراض کې کومه بي نظمي شوې وي، پلټنه به یې وشي.

دغه ایراني چارواکي د شنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي۲۴) په تهران کې د افغانستان سفیر ته ویلي دي چې دا کار د ایران ضد ځینو ډلو کړی دی.

یوه اونۍ مخکې د ایران د یزد په ښار کې ایراني پولیسو د افغان کډوالو په موټر ډزې وکړې چې له کبله یې موټر اور واخیست، درې افغان کډوال ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول.

تر دې مخکې د روان کال د غويي په ۱۳ نېټه د افغان چارواکو په وینا د ایران سرحدي پولیسو د ایران-افغانستان پولې ته څیرمه سیمه کې لسګونه افغان کډوال د هریرود سیند ته ګوزار کړي وو.

افغان حکومت وايي چې د دوی پلټنو وښوده چې ټول ۴۶ کسان په سیند کې غورځول شوي وو چې له ډلې یې ۱۲ تنه مړه شوي، ۱۷ لا هم ورک دي او ۱۷ نور یې ژغورل شوي دي.

د دغو پېښو د غندلو لپاره په کابل، جلال اباد، هرات، کندهار او هلمند کې یو شمېر افغانانو مظاهرې وکړې.

د افغانستان سربیره په بهرنیو هیوادونو کې هم دغه پیښې غندل شوي.

په اروپا کې هم افغانانو مظاهرې کړې دي او ټاکل شوې چې سبا یکشنبه جون ۱۴ په واشنګټن ډي سي کې هم افغانان د دغو پېښو د غندلو لپاره د ایران سفارت پر وړاندې مظاهرې وکړي.

XS
SM
MD
LG