د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د بادغیس ولایت له جوند ولسوالۍ څخه وتلي


د باغیس ولایت سیمه‌ییز مقامات وايي چې افغان ځواکونه د دغه ولایت له جوند ولسوالۍ څخه وتلي دي.

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس وايي د طالبانو د ګواښونو زیاتوالي او د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره له دغې ولسوالۍ څخه د خلکو له وتلو وروسته افغان ځواکونو ته هم د تکتیکي شاتګ امر شوی دی.

ښاغلی شمس وايي د جوند ولسوالۍ ته په غځېدلو لارو کې د ماینونو د ګواښ له امله دغه ولسوالي له شاوخوا درېیو کلونو راهیسي په اقتصادي محاصره کې وه.

د بادغیس د والي په وینا افغان کومانډو ځواکونه د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي.

طالبانو ویلي چې د بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نیولې ده او افغان ځواکونو ته یې د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې. دغې ډلې ویلي چې په جوند کې یې زیاته اندازه وسلې، مهمات او وسایط هم نیولي دي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس استازی ضیاالدین اکازی هم تائیدوي چې په جوند ولسوالۍ باندې د طالبانو د پراخو بریدونو له امله افغان ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې.

د هغه په وینا د طالبانو د بریدونو له امله افغان ځواکونه د ملي اردو په هلیکوپټرو کې له دغې ولسوالۍ څخه وتلي دي.

ښاغلي اکازي دغه راز وویل چې د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ د دهستان په سیمه کې د افغان ځواکونو ۲۰ منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي دي.

خو د بادغیس والي وايي چې افغان ځواکونه څو میاشتې وړاندې د ابکمري له ولسوالۍ څخه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG