د لاس رسي وړ اتصالات

غني طالبانو ته: څه وخت له پاکستانه راوځئ؟


محمد اشرف غني ننګرهار کې غونډې ته د وینا پر مهال
محمد اشرف غني ننګرهار کې غونډې ته د وینا پر مهال

ولسمشر غني وايي، که طالبان د بندیانو په خوشي کولو غږیږي نو افغان حکومت هم شرطونه لري.

ښاغلي غني نن سې شنبه مارچ ٣ (کب۱۳) ننګرهار ته د سفر پر مهال یوې غونډې ته وویل: "هغه وخت چې روغه کوئ او مذاکراتو کې کېنئ نو یو خوا هر څه مه غواړئ، که په بندیانو غږېږئ نو موږ هم شرطونه لرو."

ولسمشر غني طالبانو ته د یو شرط په توګه وویل: "څه وخت له پاکستانه وځي؟ رادې شي سوله کوو."

هغه زیاته کړه: "له القاعدې شبکې ځان بېلوي او له نورو یې نه بېلوي. اصلي خبره دا ده چې له خارجیانو سره منئ چې سوله کوو، نو د "جهاد" معنی څه شوه، افغان وژنه جرم دی او له افغانانو سره بې وسي ده. موږ د چا سپکاوی نه کوو طالبان ددې وطن یوه برخه ده مګر نورو افغانانو ته دې سپکاوی نه کوي، راشئ په جرګې پوه شو او سم اساسي مذاکرات وکړو."

ښاغلی غني چې د ننګرهار د امنیتي وضعیت د ارزولو او د خلکو د ستونزو اورېدو لپاره دغه ولایت ته تللی و زیاته کړه چې د بین الافغاني خبرو لپاره د ټاکل شوي پلاوي صلاحیتونه به محدود وي.

هغه وویل: "د پردې شاته فیصله نه کېږي، هر هیئت چې ځي صلاحیت به یې محدود وي او ددې لپاره چې ټول افغانان د سولې پروسې کې برخه واخلي ولایتونو کې به یوه لویه مشورتي بدنه جوړه کړو چې هر وخت ضروت وي په تاسې به غږ وکړو."

ولسمشر غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره شنبه امریکا او طالبانو په دوحه کې د افغان سولې په اړه تړون لاسلیک کړ.

د یاد تړون له مخې د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې باید ۵۰۰۰ طالب جنګیالي او ۱۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه د افغان حکومت او طالبانو له زندانونو خوشي شي.

ولسمشر غني تېره یکشنبه هم وویل چې د بندیانو ازادول د حکومت واک دی او په دې اړه هیڅ ډول مخکې شرط او ژمنه نشته.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې امریکا یوازې اسانتیاوې رامنځته کولای شي، خو د طالب بندیانو د ازادولو صلاحیت نه لري.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د دوحې د تړون له مخې د روانې کب میاشتې پر ۲مه بین الافغاني مذاکرات پيل شي، طالبانو ویلي که د دوی بندیان خوشي نشي بین الافغاني خبرو کې به ګډون ونه کړي.

ولسمشر غني د ننګرهار له خلکو سره ژمنه وکړه چې د لغمان په ګمبیري کې به نړیوال هوايي ډګر جوړ کړي، سرکونه به ورغوي او برېښنايي ستونزې به هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG