د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او قزاقستان د یوې ګډې سوداګریزې خونې پر جوړولو کار کوي


د طالبالنو د بهرنیو چارو وزیر متقي او د قزاقستان د سوداګرۍ او د ادغام د چارو وزیر بخیات سلطانوف
د طالبالنو د بهرنیو چارو وزیر متقي او د قزاقستان د سوداګرۍ او د ادغام د چارو وزیر بخیات سلطانوف

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې کابل ته د قزاقستان د سوداګرۍ او د ادغام د چارو وزیر بخیات سلطانوف د سفر په ترڅ کې دواړو خوا په خبرو کې د سوداګرو د ګډې په جوړولو هم خبرې کړي دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دغه سرپرست د قزاقستان د سوداګرۍ او د ادغام د چارو وزیر څخه افغانستان ته په ارزانه بیه د سل زرو ټنو غنمو او هم د تیلو د برابرولو غوښتنه کړې، چې د قزاقستان وزیر هم منلې ده.

د قزاقستان د سوداګرۍ او د ادغام د چارو وزیر بخیات سلطانوف کابل ته د شنبې په ورځ د سفر پر مهال د طالبانو د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي سره په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا، د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې خونې د جوړولو او له قزاقستان څخه د افغان سوداګرو له خوا د غنمو او تیلو په ګډون د سوداګریز توکو رانیولو په مسلو خبرې کړي دي.

کابل ته د سفر په ترڅ کې ښاغلي سلطانوف د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره هم لیدلي دي.

نورالدین عزیزي خبریالانو ته وویل، چې قزاقستاني بانکونه غواړي، چې په افغانستان کې خپلې څانګې پرانیځي. همداشان سلطانوف دغه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، چې سږکال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ تر ۲۷ فیصدو پورې سوداګري کمه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ د وزارت ویاند مولانا زهیر امریکا غږ ته وویل، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له خپل قزاقستاني سیال څخه وغوښتل، چې افغانستان ته په ازرانه بیه سل زره ټنه غنم، پنځوس زره ټنه پټرول، پنځوس زره ټنه ډیزل او دیرش زره ټنه مایع ګاز برابر کړي، چې د قزاقستان له اړخه هم ومنل شو.

مولانا زهیر وویل، چې د دغو مسلو په سر د نور بحث لپاره د دواړو خواو ترمنځ یو تخنیکي ټیمټاکل شوی دی.

په وروستیو کلنو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ډیرې پراخه شوي دي. افغانستان په تیرو کلنو کې له قزاقستان څخه د غنمو اوړه واردول، خو سږکال په دغه هیواد کې د وچکالۍ له امله افغانستان ته د غنمو واردات ډیر کم شوي وو.

د سوداګرۍ او د پانګونې د خونې مرستیال خان جان الکوزی، چې د قراقستاني پلاوي سره په خبرو کې حاضر و، امریکا غږ ته وویل، چې افغانستان د منځنۍ اسیا د هیوادونو په ځانګړي ډول له ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان سره کال کې شاوخوا دوه ملیاردو ډالرو سوداګري لري.

ښاغلي الکوزي وویل: "د منځنۍ اسیا د هیوادونو سره زمونږ سوداګریزې اړیکې د ډیر وخت راهیسې تقریبآ نورمالې دي. تاسو ته معلومه ده، چې زمونږ غذايي مواد ، نفتي مواد ، تیل او ګاز او هم اکثره ساختماني مواد ټول د مرکزي اسیا څخه راځي".

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال وویل، چې دواړو خوا په خبرو کې د سوداګرو د ګډې په جوړولو هم خبرې کړي دي.

د اګست د پنځلمسې وروسته، چېپه افغانستان کې طالبان واکمن شوي، د تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا اکثرو هیوادونو کابل ته خپل لوړ پوړې پلاوي استولي او افغانستان سره یې د اړیکو په پراخیدو خبرې کړي دي. خو دغو هیوادونو لا تراوسه په افغانستان کې نوی رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی.

د چارو ځینې افغان کارپوهان په دې نظر دي، چې د منځنۍ اسیا هیوادونه لا هم د روسیې د فدراسیون تر اغیز لاندې دي او تر هغې به افغانستان کې نوی رژیم په رسمیت ونه پیژني، چې روسیې دا کار نه وي کړی.

د سیاسي چارو ګارپوه احمد سعدي وايي، چې منځنۍ اسیا هیوادونه غواړي طالبانو اسلامي امارت سره اړیکې ولري خو د رسمیت پیژندلو په برخه کې د روسیې اقدام ته منتظر پاتې کیږي. د بلې خوا د طالبانو اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د نوي رژیم د پیژندلو په اړه د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د وروستۍ څرګندونو هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG