د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان، پاکستان او چین چارواکو په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کابل، اسلا‌م‌اباد او بیجینګ ترمنځ درې اړخیزه غونډه د پنجنشبې په ورځ د جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) جوړېږي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب امریکا غږ ته وویل چې دا د درېو هېوادونو ترمنځ د غونډو څلورم پړاو دی او په انلاین توګه ترسره کېږي.

د ښاغلي تهذیب په وینا ټاکل شوې چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران د تېرو غونډو د پریکړو د تعقیبولو، د باور فضا د رامنځ ته کولو، د ګډو ستونزو د له منځه وړلو او له کروناویروس سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه چې له تروریزم سره مبارزه په افغانستان او سیمه کې د سولې ټینګېدل، د ترانسپورتي او سیمه‌ییزو پروژو د تطبیقولو په برخه کې د همکاریو پراختیا هم د دغې غونډې په اجنډا کې شامل دي.

دا درې اړخیزه غونډه په داسې مهال جوړېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.

د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا او د افغان سولې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوي خنډ ته په پاملرنې د دې غونډې جوړولو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

د باور غورځنګ مشر نجیب‌الله ازاد امریکا غږ ته وویل چې په دغې غونډه کې به تر ډېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه‌والي او په قطر کې د سولې د مذاکراتو په وړاندې رامنځ ته شوي خنډ باندې خبرې وشي.

خو د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند د کابل، اسلام‌اباد او بیجینګ په ګډون تیرو درې اړخیزو غونډو ته په اشارې وايي چې په راتلونکې غونډه کې به هم درې خواوې په یو لړ مسلو "یوازې د کاغذ پر مخ" توافق ته ورسېږي.

د ښاغلي ځلاند په وینا افغانستان تراوسه د چین او پاکستان سره په بحثونو کې د یو ځواکمن هېواد په توګه نه دی مطرح شوی او له همدې امله په درې اړخیزو غونډو کې د افغانستان غوښتنې جدي نه ګڼل کېږي.

د کابل، اسلام‌اباد او بیجینګ ترمنځ دا غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره اړیکې پرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دوه اونۍ وړاندې ننګرهار ته د خپل سفر په مهال په یوې غونډه کې په پاکستان تندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دغه هېواد "هیڅ عزت او ویاړ نه لري".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې په ۱۷مه په یو بیان کې د ښاغلي محب دا څرګندونې "غیر مسولانه او بې‌بنسټه تورونه" وبلل او زیاته یې کړه چې دا ډول څرګندونې د اسلام‌اباد او کابل تر منځ باور ته زیان رسوي.

د پاکستان د حکومت یو جیګپوړي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې اسلام‌اباد به له دې وروسته د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره دوه اړخیزې اړیکې ونپالي.

که څه هم تراوسه په دې اړه د پاکستان رسمي پریکړه د افغانستان له حکومت سره نه ده شریکه شوې خو ښاغلي محب ویلي چې له ده سره د اړیکو پرې کولو پر ځای پاکستان باید له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي.

پاکستان تل له تروریستي ډلو څخه خپل ملاتړ رد کړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې له طالبانو سره ښې اړیکې لري خو ورباندې کنټرول نه لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG