د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او آیرلنډ په مارچ کې درې ۲۰اوریزه لوبې کوي


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې افغان او آیرلندۍ کرکټ ملي لوبډلې به، د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د درېیو شل اوریزو لوبو د لړۍ ترسره کولو لپاره د سیالیو ډګر ته ووځي.

د کرکټ بورډ ویاند محمدفرید هوتک امریکا غږ ته وویل، چې دا لوبې د مارچ په شپږمه، اتمه او لسمه نېټه په هندوستان کې کېږي.

هغه زیاته کړه: "د دغو لوبو کوربه‌توب افغانستان کوي او ټاکل شوې چې د هندوستان په ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې ترسره شي".

ښاغلي هوتک دغه راز وویل، چې د ملي لوبډلې ترڅنګ به افغان الف لوبډله هم له خپلې سریلانکايي او بنګله‌دیشي سیالو لوبډلو سره د څلور ورځنیو او پنځوس اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د ویاند پر وینا، د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې به د ۲۰۲۰ کال د مې له اتمې څخه د جون تر لومړۍ نېټې پورې د دوو څلور ورځنیو او د درېیو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ د ترسره کولو لپاره سره مخامخ شي.

د کرکټ لوبو دا لړۍ د سریلانکا په کوربه‌توب په سریلانکا کې ترسره کېږي.

ښاغلي هوتک همداشان وویل، چې د افغانستان الف لوبډله به د روان میلادي کال د سپتمبر له اومې څخه د اکتوبر تر شپږمې پورې د بنګله‌دیش له الف لوبډلې سره د دوو څلور ورځنیو او پنځو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي.

د دغو لوبو کوربه‌توب افغانستان کوي او ټاکل شوې چې د هندوستان د ګریټر نویډا آیالت په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG