د لاس رسي وړ اتصالات

د مصالحې شورا: امریکا به بیا په افغانستان کې نظامي تګلاره غوره نکړي


US Troops Afghanistan
US Troops Afghanistan

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د جو بایډن حکومت به د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره توپیر ولري، خو په افغانستان کې بیا نظامي تګلاره غوره نه کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي د پنجشنبې په ورځ فبروري څلورمه (سلواغه ۱۶) یوې غونډې ته وویل امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې خپل هدف ته د رسېدلو لپاره له مختلفو لارو څخه استفاده وکړه او اساسي هدف دا و چې افغانستان یو ځل بیا د سمیې او نړۍ د کړکېچ په مرکز بدل نشي.

ښاغلي سعادتي وویل: "په دې برخه کې موږ باید دا تمه ونلرو چې امریکا بیا راځي او د سیاسي حل لارې پاڼه بدلوي او بېرته نظامي حل لارې او د مخالفینو ځپلو ته ورګرځي".

خو ښاغلي سعادتي ټینګار وکړ چې ښايي د جوبایډن اداره د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره، پر طالبانو باندې د سیاسي فشارونو ترڅنګ له نظامي اوزارو استفاده وکړي او دغه راز پر افغان مشرانو هم فشار راوړي چې دواړه خواوې ځانونه یوې ریښتینې سولې ته چمتو کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جو بایډن ادارې د امریکا – طالبانو د سولې تړون د څیړلو خبر ورکړی ترڅو دا جوته کړي چې طالبانو په دغه تړون کې په خپلو ژمنو عمل کړی دی او که نه.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل په دې غونډه کې وویل چې نیابتي تړونونه په افغانستان کې د نیابتي جګړې لامل کېږي او طالبانو د مذاکراتو له رامنځ ته شوي فرصت څخه په استفادې خپله جګړه‌ییزه لیکه پیاوړې کړې ده.

هغه وویل: "د سرتیرو جلبول یې تقویه شو، مالي مسایل یې پیاوړي شول، د نظامي مانور سیمه یې پراخه شوه او ټولو بده دا چې په سیمه او نړۍ کې یې سیاسي مشروعیت لا زیات شو".

خو د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني د اروپايي اتحادیې له کمیشنر لینار شیچ سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د جوبایډن ادارې د دریځ په تړاو خوشبینه دی.

ښاغلي غني زیاته کړې: "موږ د سولې پروسې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ادارې دریځ ته خوشبین یوو او بینیادي مسئله دا ده چې موږ د وړاندوینې وړ سولې پروسې او اساسي مشارکت پر لور د حرکت په حال کې یو".

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په اوس وخت کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاو ترمنځ په دوحه کې د سولې مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي په قطر کې مذاکرات ځکه ځنډول شوي چې دواړه خواوې د افغان سولې په تړاو د امریکا د نوي حکومت د دریځ څرګندېدو ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG