د لاس رسي وړ اتصالات

غني: موقت حکومت به د وینې بهېدو سبب شي


ښاغلي غني په امریکا د آسپن له تحقیقاتي ټولنې سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
ښاغلي غني په امریکا د آسپن له تحقیقاتي ټولنې سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ وايي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغه۱۰) د امریکا د اسپن امنیتي بنسټ سره د ویدیو کنفرانس له لارې په خبرو کې نویمو کلونو ته په اشارې سره وویل چې د موقت حکومتونو طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومتونه د کورنیو جګړو او وینې تویدو لامل شوي‌دي.

دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو یو مشر عباس ستانکزي ویلي دي چې د سولې لپاره باید اشرف غني استعفا وکړي،‌ خو ارک وايي چې قانون د ولسمشر په اړه پوره وضاحت لري او د ولسمشر دنده دا ده چې بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییز ډول واک انتقال کړي.

د سولې خبرې او تړون

ښاغلي‌غني په خپلو څرګندونو کې په طالبانو انتقاد وکړ چې مازې پلمې لټوي او د سولې خبرې نکوي. هغه وویل که د سولې له معقولې موافقې پرته افغانستان پرېښودل شي، « هره ترهګره ډله به دلته راوکوچیږي.»

نوموړي زیاته کړه: «هغوی (طالبانو) د سولې تړون لاسلیک کړ. دا تړون باید عملي شي. امریکا او ناټو باید شرایطو او وضعیت ته په کتو قوي دریځ ولري.»

ښاغلي زیاته کړه چې طالبان لا هم له سولې سره اجتماعي شوي نه دي: «د طالبانو قومندانانو او نورو غړو لپاره سوله لا هم اجتماعي شوې نه ده. د هغوی مشران له ځانمرګو بریدګرو سره تصویرونه اخلي.»

نوموړي ونه ویل چې د طالبانو کومو مشرانو چېرته له ځانمرګو سره تصویرونه اخیستي‌ دي، خو څه موده مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوه چې د طالبانو یو مشر ملا غني برادر په کې لیدل کیږي چې په پاکستان کې په کوم روغتون کې راټولو شویو طالب وسله والو ته خبرې کوي.

ښاغلي غني وویل چې افغانستان د سولې د با مفهومه خبرو لپاره چې خشونت ختم کړي، اماده دی او طالبان هم باید اماده وي.

د بایډن له ادرې سره اړیکې

ولسمشر غني وویل چې د امریکا نوې اداره به یوه ټیم کابل ته استوي او د ویدیو کنفرانس له لارې به هم خبرې کوي چې «څنګه د سولې بهیر» چټک کړل شي.

هغه همدغه راز د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره خپله تیلیفوني مکالمه هم ښه وګڼله او وویل چې د بایډن له حکومت سره به مترقبه اړیکې وې.

ښاغلي غني په طالبانو انتقاد وکړ چې د سولې د بهیر او خبرو د پر مخ بیولو پر ځای دا مفکوره عاموي چې «دوی د امریکا متحدو ایالتونو ته ماتې ورکړې او امریکا او ناټو په تېښته دي.»

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که طالبان دا فکر کوي چې د «خشونت له لارې به بریالي نشي، نه کیږي.»

ښاغلي غني داسې مهال دا خبرې کوي چې د امریکا دفاع وزارت تازه ویلي دي چې طالبان له امریکا سره د سولې تړون ژمنې نه دي‌عملي کړي چې له القاعده سره د اړیکو پریکول او د خشونت کمول هم په کې شامل دي.

طالبانو دا خبره رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG